Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ افغانستان ته د نوی سفیر د معرفي کولو په لټه کې دی

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښایي په روانه میاشت کې افغانستان ته نوی سفیر اعلان کړي.

هیل راپور ورکوي، چې کیدی شي  دونالد ترمپ ویلیام روګر په کابل کې د خپل نوي سفیر په توګه وټاکي.

وال ستریت ژورنال څرګنده کړې، چې روګر د بهرنۍ پالیسۍ څانګوال او متخصص دی او هم د ترمپ لپاره له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو د پلان اتل هم پېژندل شوی دی.

د دې موضوع سره بلد یوه کس ویلي، چې ښاغلي روګر یوازې د درې میاشتو لپاره دغه مقام ته په پام کې نیول شوی دی.

د هیل د څرګندونو له مخې، امریکايي چارواکي د روګر ټاکنه په سیمه کې د امریکا د پوځي شتون د کمولو لپاره د ترمپ د پرېکړې د ارادې ښکارندویي کوي.

 

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!