تازه خبرونه
جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ندی وژلی-عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژلو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو لاس لرل رد کړل.
اجرائیه رییس عبدالله، چې د دوشنبې پر ورځ( د تلې۳۰ ) وزیرانو شورا ته په وینا کې دا ادعا، چې( جنرال رازق پرېکنده ملاتړ ځواکونو ترور کړی) رد کړې او دا یوه آوازه ګڼي، چې د (جنرال عبدالرازق قاتلانو) د خلکو له احساساتو سره د لوبې کولو لپاره خپره کړې ده.
هغه څرګنده کړې، چې: (دا آوازې نه یوازې د افغانستان د خلکو اذهان مغشوشوي، بلکې د هېواد راتلونکی هم له خطر سره مخ کولی شي. نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ولاړه ده او پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه زمونږ امنیتي او دفاعي ملاتړ کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خلکو دښمنان هغه کسان دي، چې د طالبانو په ګټه څرګندونې کوي او یا له هغو ملاتړ څرګندوي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ تېره پنجشنبه(د تلې ۲۶) د یوه بریدګر په وسلوال برید کې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق په ګډون د دغه ولایت د امنیت رییس جنرال مومن حسین خېل ووژل شول.
دغه راز په دې برید کې د دوه بهرنیو سرتېرو په ګډون د دغه ولایت والي زلمي ویسا او څو نور سیمه ییز چارواکي ټپیان شول.
د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي په ډاګه کړې، چې پر جنرال رازق د برید په تور ۱۵ کسان نیول شوي او ترې څېړنې روانې دي.
د جنرال عبدالرازق اڅکزي له ترور وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې خپرې شوې، چې ګویا پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه په دغه وژنه کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
جنرال رازق د هېواد په جنوب کې یو ځواکمن قومندان و؛ له دې مخکې هم پرې څو ځانمرګي بریدونه تر سره شوي وه، چې دی ترې روغ رمټ وتلی و.
ویل کیږي، چې په کندهار ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو له قومندان سکات میلر سره له یوې امنیتي ناستې وروسته په هغه برید کې ووژل شو، چې د دغه ولایت د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي لخوا پرې تر سره شوی دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ5 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله