نړۍ
جنوبي کوریا د سپيو د غوښې خوړل بندوي
د جمعې پر ورځ د سویلي کوریا د واکمن ګوند یوه چارواکي ویلي؛ حکومت په پام کې لري، چې د سپيو د غوښې پر خوړلو بندیز ولګوي او د دغه زوړ دود په اړه راپورته شوې ناندرې پای ته ورسوي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په سویلي کوریا کې د سپيو خوړل له دې هېواده بهر تر نیوکې لاندې دي، خو په کور دننه او په ځانګړي توګه د ځوان نسل لهخوا یې هم مخالفت مخ پر زیاتېدو دی.
د خلکو ځواکمن او واکمن ګوند د سیاست مسوول یواویدونګ له حکومتي چارواکو سره یوې غونډې ته ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د سپيو غوښې د خوړلو په اړه ټولنیزو ناندرو ته د پای ټکی کیښودل شي او د مخنیوي لپاره یې ځانګړی قانون تصویب شي.
یواویدونګ زیاته کړې، چې حکومت او واکمن ګوند به سږکال د بندیز پلي کولو لپاره یو قانون معرفي کړي او د دواړو ګوندونو پر ملاتړ باید دا قانون پارلمان ته وړاندې شي.
د کرنې وزیر چانګ هوانګ کیون غونډې ته ویلي، چې حکومت به دا بندیز ژر تر ژره پلی کړي او هغه خلک به له ملاتړ برخمن کړي، چې خپلې اړوند سوداګریزې چارې وتړي.
د سویلي کوریا لومړۍ میرمن کیم کئون د سپيو د غوښو د خوړلو نیوکه کوونکې ده او له خپل میړه ولسمشر یون سوک یول سره به کوڅه ډبي سپي راټول او وروزي.
د سپيو غوښې د خوړلود بندولو طرحې له پخوا راپدیخوا په دې صنعت کې د ښکېلو کسانو د لاریونونو او د بزګرانو او رستورانتونو د مالکینو د اندېښنو له کبله ناکامې شوې دي.
په وړاندیز شوي بندیز کې له سوداګرۍ څخه د دې صنعت د وتلو لپاره یو درې کلن مهلت او مالي ملاتړ په پام کې نیول شوی دی.
د سپيو غوښې خوړل په کوریا کې یو پخوانی دود دی او د دوبي تودوخې ماتولو لپاره د حل د یوې لارې په توګه ورته کتل کیږي.
دا غوښه اوس په سویلي کوریا کې د پخوا پر پرتله ډېر عام خوراک نهدی. که څه هم د ځینو زړو او بوډاګانو لخوا خوړل کیږي او په ځینو ځانګړیو رستورانتونو کې ورته د پخولو اسانتباوې برابرې دي.
د سپيو د غوښې احتمالي بندیز د څارویو د حقونو ډلو لخوا له تود هرکلی شوی مخ شوی دی.
د حکومتي څرګندونو له مخې، په سویلي کوریا کې شاوخوا ۱۱ زره ۵۰ پالنځایونه، ۳۴ مسلخونه، ۲۱۹ د وېش شرکتونه او شاوخوا ۱۶۰۰ د سپيو د غوښو رستورانتونه شته دي.
د کوریا ګالوپ د تېر کال نظرپوښتنې وښودله، چې ۶۴ سلنه خلک د سپيو د غوښو له خوړلو سره مخالف دي. دې سروې موندلې، چې یوازې ۸ سلنه ځواب ویونکیو په تېر کال کې سپي خوړلي، چې د ۲۰۱۵ کال پر پرتله ۲۷ سلنه کمی ښیي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی5 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
