نړۍ
جو بایډن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو تېر او د کامالا هریس له نوماندۍ یې ملاتړ اعلان کړ
پر ۸۱ کلن جو بایډن نیوکې له لومړۍ مناظرې وروسته راپورته شوې؛ ځینې ډیموکراټانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د تېرې میاشتې په مناظره کې د کمزوري دریځ او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتې د چانس په اړه د اندېښنې له کبله له سیالۍ څخه ووځي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې پر ورځ ( د چنګاښ یودېرشمه) د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماندۍ تېر شو او د دې ګوند له نوماندې کامالا هریس له نوماندۍ یې ملاتړ وکړ.
هغه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا زما د ګوند او زما د هېواد پر ګټه ده، چې استعفا وکړم او یوازې د خپلې ولسمشرۍ د پاتې وخت پر ترسره کولو راوڅرخېږم.
د امریکا دې شپږڅلوېښتم ولسمشر، چې د ۲۰۲۴ ز. کال د نومبر د ټاکنو له ګټلو سره یې د بلې دورې لپاره د پاتې کېدو پلان درلود او ځان یې د جمهوري غوښتونکیو د نوماند ډونالډ ټرمپ ته د ماتې ورکولو وړ کس ګڼلی؛ په دې وروستیو اونیو کې د خپل ګوند له نیوکو سره مخ شو.
پر ۸۱ کلن جو بایډن نیوکې له لومړۍ مناظرې وروسته راپورته شوې؛ ځینې ډیموکراټانو له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د تېرې میاشتې په مناظره کې د کمزوري دریځ او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتې د چانس په اړه د اندېښنې له کبله له سیالۍ څخه ووځي.
د امریکا د استازو مجلس د امنیتي چارو د کمیټې د دیموکراتانو مشر اډم شیف او د هالیووډ ستورې جورج کلوني، چې د جوبایډن یو له سترو ملاتړو څخه دي هم د بایډن د استعفا غوښتنه وکړه.
له دې مخکې بایډن ویلي وه، چې هغه به په سیالۍ کې پاتې شي که الله پاک وغواړي خپل ټاکنیز کمپاین به پای ته ورسوي.هغه خپلې ناروغۍ ته په نغوته کې ویلي؛ که ډاکټران ترې وغواړي، چې ټاکنیزه مبارزه پای ته ورسوي؛ نو په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې به پخپلې نوماندۍ له سره غور وکړي.
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د نوماندۍ لپاره د جوبایډن د ځایناستي میکانیزم به د دغه ګوند لهخوا تعقیب شي او یو ځایناستی به معرفي شي.
جو بایډن د ختیځ پر وخت یکشنبه د امریکا د بېخبناوو بیا رغول، د ډېر عمرو لپاره د درملو لګښت کمول، د ډېرو خلکو لپاره د روغتیایي بیمې پراخول، د پخوانیو سرتېرو لپاره روغتیایي پاملرنې چمتو کول، سترې محکمې ته د لومړۍ تورتوکمې امریکایۍ ټاکل او د اقلیم د بدلون په اړه د خورا مهم قانون تصویب یې د خپل حکومت ځینې لاسته راوړنې دي او اعلان یې وکړ، چې امریکا هیڅکله د مشرتابه لپاره له دې ښهوالي سره چمتو نه ده.
هغه زیاته کړې، چې د امریکا د خلکو له همکارۍ پرته د ده د ادارې هیڅ لاسته راوړنه ممکنه نهوه.
جو بایډن د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د خپل حکومت بریالیتوب او همدارنګه د امریکا اقتصادي ناورین ته په نغوته کې، چې پر وینا یې له لوی فشار وروسته ترټولو بد ناورین دی ویلي، چې د خپلې ولسمشرۍ پرمهال یې په امریکا کې له ډیموکراسۍ ملاتړ کړی او په ټوله نړۍ کې یې د دې هېواد اتحادونه پیاوړي شوي دي.
بایډن د ولسمشر په توګه د امریکا خدمت کول د خپل ژوند تر ټولو ستر ویاړ وباله او وایي، چې که څه هم دی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بیا ګډون په لټه کې دی؛ خو دا د ډیموکراټ ګوند او د امریکا د خلکو په ګټه ده، چې له نوماندۍ ووځي او تر پاتې وخته د ولسمشرۍ پر دندو راوڅرخي. هغه ویلي، چې دی به په دې اونۍ کې د امریکا د خلکو سره په دې اړه نورې خبرې هم وکړي.
له نوماندۍ څخه له وتلو څو دقیقې وروسته جو بایډن د خپل او کامالا هریس د انځور پر خپرولو د ډیموکراټ ګوند له نوماندۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.
بایډن د خپل ګوند له غړیو وغوښتل، چې له هغه سره یوځای شي او پدې توګه د ډونالډ ټرمپ د ماتې لپاره زمینه برابره کړي.
جو بایډن به د ۲۰۲۵ز. کال د جنورۍ ترشلمې د امریکا ولسمشر وي او له هغه وروسته به نوی ولسمشر خپلې چارې پیلوي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په هرو څلور کلونو کې کېږي، چې یوازې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ ګوندي غړي په کې واک ته رسېږي.
اړوند خبرونه:
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
نړۍ
په کالیفورنیا کې ۱۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کالیفورنیا ایالت د سټاکټون ښار د آیسکریم په یوه پلورنځي کې پر ډزو ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي؛ د پېښې لومړنۍ څېړنې ښيي: شونې ده، چې دا ډزې هدفي وي او پولیس د ټولو ممکنه انګېزو په لټه کې دي. د پېښې بشپړ جزئیات اوس هم تر څېړنې لاندې دي.
د ښاروال مرستیالې جیسن لی ویلي: “د آیس کریم پلورنځي باید داسې ځای نه وای، چې کورنۍ په کې ګواښ احساس کړي.”
د کالیفورنیا د بېړنیو خدماتو دفتر څرګنده کړې، چې دوی له سیمهییزو ځواکونو سره پر ګډه وضعیت څاري.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې که دوی د پېښې په اړه کوم معلومات ولري؛ نو له چارواکو سره دې اړیکه ونیسي، چې دوی وکولی شي په دې اړه خپلې څېړنې روانې وساتي.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
-
نړۍ4 days agoد امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

