نړۍ
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
رویټرز د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې حماس او اسرائیل په غزه کې د اوربند په اړه رامنځته شوی واټن راکم کړي. په داسې حال کې، چې اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې پر ورځ په رفح کې له مصر سره د سرحدي پوله ونیوله د مرستو رسولو دا لار یې هم بنده کړه.
د حماس یوه چارواکي اسامه حمدان په بیروت کې له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که په رفح کې د اسرائیلو پوځي یرغل روان وساتل شي؛ نو پر اوربند هوکړه به ورسره ناشونې شي.
فلسطیني وسلهوالې ډلې اسرائیلي ځواکونه تورن کړي، چې د غزې په اووه میاشتنۍ جګړه کې یې د اوربند هڅې کمزورې کړي او په سلګونه زره خلک یې بې کوره او له لوږې سره مخ کړي دي.
د اوربند غږ په داسې حال کې راپورته شوی، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې پر جنوبي ښار رفح، چې له یو میلیون ډېرو بېځایه شوي فلسطینی ملکي وګړو ته یې پناه ورکړې هم برید وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې حماس د اسرائیلو په وړاندیز کې د تعدیلاتو وړاندیز کړی، چې هدف یې د کړکیچ پای ته رسول دي.
نوموړي زیاته کړې: د تړون متن لکه څنګه، چې تعدیل شوی؛ ښیي، چې پاتې تشې په بشپړ ډول ډکې کیدی شي. هغه د دې تشو له مشخصولو ډډه وکړه.
اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوربند لپاره د حماس لخوا منل شوی درې پړاویز وړاندیز د منلو وړ ندی.
کربي زیاته کړې، چې د قطر او مصر منځګړیتوب په قاهره کې له امریکايي او اسرائیلي چارواکو سره غونډه کوي او حماس هم اعلان کړی، چې د دوی پلاوی هم په قاهره کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائییلو د پوځ انځورونهه ښیي، چې ټانکونه د غزې او مصر تر منځ د رفح له لارې تېریږي او د غزې په غاړو کې د اسرائیل بیرغ رپول شوی دی.
د اسرائیلي حکومت لومړي وزير بنيامين نتانياهو د حماس د پوځي توان او ځواک د له منځه وړلو لپاره د دغې پولې نيول يو ډېر مهم ګام وباله.
د رفح ښار اوسیدونکیو د سې شنبې پر ماښام د رفح په ختیځو سیمو کې د ټانکونو له درندو ډزو خبر ورکړ.
دوی او د حماس رسنیو ویلي، چې د رفح د ښاروالۍ پر ودانۍ د اسرائیلو له ډزو وروسته اور ولګېد.
ډاکټرانو ویلي، چې په ودانۍ کې دننه یو فلسطینی وژل شوی او څو نور ټپیان دي. په داسې حال کې، چې د اسرائیلو په برید کې پر موټر سایکل سپاره دوه فلسطینیان هم وژل شوي دي.
د رفح اصلي روغتون ابو یوسف النجار د سې شنبې پر ورځ له هغې وروسته وتړل شو، چې په شاوخوا سیمو کې د درندو ډزو له کبله طبي کارمندان او شاوخوا ۲۰۰ ناروغان تېښتې ته اړ شول.
په رفح کې د غزې د ښار بې ځایه شوي ۵۵ کلن عماد جودیت ویلي: هغوی لیوني دي؛ ټانکونه یې د ګولیو ډزې کوي او د بمونه لوګيو هسک پوښلی دی. زه فکر کوم، چې شمال ته لاړ شم که مرکزي غزې ته. هغه رویټرز ته څرګده کړې: که دوی رفح ته نور هم راشي؛ دا ښار به د عاموژنې پر مور واوړي.
په رفح کې ډېري هغه کسان، چې د غزې له نورو سیمو څخه اسرائیلو وتلو ته اړ کړي دي.
کورنۍ د خیمو په کمپونو او لنډمهاله سرپناوو کې راټول شوي؛ خواړه، اوبه، درمل او نور اړین توکي نلري.
ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو ویلي، چې د غزې په جنوبي سیمو کې د دوه لارو تړل — د اسرائیلو تر کنټرول لاندې رفح او کریم شالوم اغېزمن کړي او بهرنیو مرستې پرې بندې شوې دي.په داسې حال کې، چې په غزه کې دننه لږ پلورنځي خلاص دي.
په مصر کې د سرې میاشتې سرچینو ویلي، چې مرستې بندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې UNRWA مشر فیلیپ لازارینی په ایکس کې لیکلي: دا د ژغورنې یوه لار ده … هغه باید پرته له ځنډه خلاصه وساتل شي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د کرم شالوم بندر به د چارشنبې پر ورځ پرانستل شي او د رفح له لارې به د تېلو لیږد هم بیا پیل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش له اسرائیلو او حماس غوښتي، چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ونهءسپموي.
ګوټرش وایي: هیڅ اشتباه مه کوئ؛ پر رفح بشپړ برید به یو بشري ناورین وي.
اسرائیلي پوځ په رفح کې د وېرې خپرولو او لارو پرې کولو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي او له ملکي وګړو یې غوښتي، چې ټاکل شوي پراخ بشري زون ته دې ولاړ شي، چې ۲۰ کیلومتره لرې ورته جوړ شوی دی.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر ویاند ینس لرکه ویلي؛ وېرې او ناهیلۍ د رفح خلک ځپلي دي.
هغه ويلي، ملکي وګړي د وتلو لپاره ان چمتووالي ته وخت نلري او د تګ راتګ لپاره هم ورته خوندي لار نشته. سړکونه له ناچاودو توکو، لویې لارې له بمونو ډکې دي او امنیت هم نشته دی.
د غزې د جګړې نیوکه کوونیو د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي؛ پر اسرائیلو فشار راوړي، چې لار بدله کړي.
څلورو سرچینو د سې شنبې پر ورځ ویلي، امریکا د اسرائیلو د نږدې متحد او د وسلو ورکوونکي په توګه اسرائیلو ته د وسلو ځینې لېږد د دوه اوونیو لپاره ځنډولی دی.
سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې؛ خو دا به د بایډن د ادارې له وړاندیز وروسته لومړی ځنډ وي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
