تازه خبرونه
حکومت د ژنیو دوه ورځنۍ ناستې ته پوره چمتوالي نیولی
حکومت وایي؛ د ژنیو ناستې ته پوره چمتوالي نیول شوی، چې په کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې هم وڅېړل شي.
ملګري ملتونه د نوامبر له اووه ویشتمې تر اته ویشتمې د سویس په ژنیو ښار کې د یوې ناستې کوربتوب کوي. په دې ناسته کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بروکسل او وارسا د ناستو ژمنې هم وڅېړل شي.
حکومت وایي، له نړیوالې ټولنې سره مو په بېلابېلو شاخصونو کې له کړې ژمنې څخه له۵۰ تر۶۰ سلنه پلې کړي او د ژنیوناستې ته به د لاسته راوړنو له څرګند نوملړ سره ځو.
وګورو، چې حکومت د ژنیو له ناستې نورې څه تمې لري!
د ولسمشرۍ ویاند محمد هارون چخانسوري وایي، له نړیوالې ټولنې سره د ملي وحدت حکومت ژمنې څه باندې پنځوس په سلو کې عملي شوي او د ژنیو په ناسته کې به افغانستان نور له خپلو شریکانو مرسته ونه غواړي، بلکې ترې به وغوښتل شي، چې له افغانستان سره د بسیاینې لپاره یو اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ وکړي.
د حکومت په باور په هره برخه کې، چې ژمنه شوې سمونونه راغلي؛ خو ناحکومتي بنسټونه، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې ګډون وکړي، له نړیوالې ټولنې سره د حکومت ژمنې د کاغذ پر مخ او نمایشي بولي او له همدې کبله به د ژنیو ناستې ته ځینې غوښتنې مطرح کړي.
د ناحکومتي بنسټ د روڼتیا څار څېړونکی ناصر تیموري، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې ګډون وکړي وایي: له نړیوالې ټولنې به وغوښتل شي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې مشروط کړي؛ ځکه، چې حکومت د خپلو ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.
د حکومت یوه ژمنه په مخکنیو نړیوالو ناستو کې د هېواد والو امنیت ساتنه وه؛ خو ویل کیږي، چې په ملي وحدت حکومت کې امنیتي وضعیت د ښه والي پر ځای نور هم بد او خراب شوی دی.
پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي: که نړیوال وپوهیږي، چې په افغانستان کې څه حال دی؛ نو د دغه هېواد لپاره یې، چې کوم پلان جوړ کړی؛ نو پرې به له سره غور وکړي.
افغان حکومت وایي، د بدلون لسیزې په پېنځه کلونو کې داسې کارونه شوي، چې د دې لسیزې په پاتې پېنځه نورو کلونو کې به افغانستان بسیاینې ته ورسیږي.
د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي: حکومت په یوه برخه کې هم خدمات ندي وړاندې کړي په ځانګړي توګه امنیت او ملي پخلاینه بې پایلې پاتې دي او هغه ګزارش، چې په اړوند ناسته کې وړاندې کیږي؛ بې پایلې او ناکام به وي.
ټاکل شوې، چې د ژنیو په ناسته کې ۶۲ هېوادونه او له ۳۵ ډېر نړیوال سازمانونه ګډون وکړي. د دې ناستې په څنډو کې به د افغانستان د سولې پر بهیر هم ناسته تر سره شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی