تازه خبرونه
خلیلزاد د مرکزي آسیا په کانونو کې د چین نفوذ امریکا ته ګواښ وګاڼه
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”په مرکزي آسیا کې د چین هژموني (سیاسي، اقتصادي یا پوځي څار) پر پراخه لاسرسي د سیمې د بډایه کاني سرچینو کنټرول ته له خپل تېري کوونکي فشار سره روان دی. مونږ باید د چین کاني پراختیا کنټرول کړو.”
د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مرکزي آسیا کې د چین د پراخېدونکي نفوذ په اړه په ځانګړي توګه د سیمې بډایه کاني سرچینو ته د لاسرسي په سیالۍ کې خبرداری ورکړی دی.
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”په مرکزي آسیا کې د چین هژموني (سیاسي، اقتصادي یا پوځي څار) پر پراخه لاسرسي د سیمې د بډایه کاني سرچینو کنټرول ته له خپل تېري کوونکي فشار سره روان دی. مونږ باید د چین کاني پراختیا کنټرول کړو.”
هغه ټینګار کړی، چې د سیمې ډېری هېوادونه د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان په ګډون له امریکا سره د کاني تړونونو لاسلیک کولو ته لېواله دي. په ځانګړي توګه د ټرمپ ادارې د سرچینو پر بنسټ ډیپلوماسۍ ته د لېوالتیا نښې ښیي.
هغه زیاته کړې؛ “اړتیا ده، چې ژر تر ژره د دې هېوادونو په هر یو کې د فرصتونو د سپړلو پلان په اړه او شاید پر سیمهییزه کچه پرېکړه وکړو. زمونږ بېپروایي به یوازې چین ته ګټه ورسوي.”