Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د استانبول پر ناسته غږېدلی دی

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۱, ۱۴۰۰

په ترکیه کې د امریکا سفارت تېره ورځ ( سې شنبه د وري ۱۰) په ډاګه کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر د استانبول د راتلونکې ناستې په اړه خپل څلور ورځنی سفر پای ته رسولی دی.

یادې سرچینې په ډاګه کړې؛ د استانبول ناسته له افغان مذاکره کوونکیو سره مرسته کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند د هوکړې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: دغه کنفرانس به په دوحه کې د سولې خبرو اترو بشپړونکی وي.

خلیلزاد له څو ورځو راپدیخوا په ترکیه کې و او له یو شمېر ترکي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې کړي دي.

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ امریکايي او ترکي چارواکو د استانبول کنفرانس پر مهالوېش، وخت ، اجنډا او عمومي اهدافو مشوره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي: دوی هوکړه وکړه، چې د افغانانو په مشرۍ دا کنفرانس به د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د لوړې کچې له ملاتړه برخمن وي.

دوی هوکړه کړې، چې له افغان لوریو څخه به په دې کنفرانس کې د رغنده ګډون لپاره د چمتووالي غوښتنه هم شوې ده.

دا خبره وروسته له هغې وروسته راپورته شوه، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تیره اوونۍ ویلي؛ هیله من دی، چې د استانبول په ناسته کې به د سولې د حل په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

عبدالله ویلي، چې د دوحې ناستې به روانې وي؛ خو د استانبول په ناسته کې باید سیاسي هوکړه رامنځته شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دوحه کې له تېرو څو میاشتو د دواړو خواوو تر منځ ډېر بحثونه شوي دي. د دوحې بهیر به دوام ومومي او بیا به مونږ د استانبول ناسته ولرو. د استانبول غونډه به په لوړه کچه جوړه شي.

تر دې دمه د استانبول ناستې لپاره کومه نېټه نده تائید شوې؛ خو په پراخه کچه تمه ده چې دا به د راتلونکې میاشتې په پیل کې ترسره شي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!