تازه خبرونه
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما د پنجشنبې پر ورځ – د غویی دیارلسمه – په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سپارښتنه یو راپور خپور کړ، چې په د دغو بریدونو له کبله تر ډېره شیعه افغانان له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.
د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.
د دغه راپور له مخې؛ د جنورۍ له شپږمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مر او ژوبله اړولې ده.
د یوناما د څرګدونو له مخې؛ د جنورۍ پر شپږمه د کابل د دشتبرچي سیمې په یوه مسافر وړونکي بس کې د ماین د چاودنې له کبله پېنځه ملکي وګړي ووژل شول او شل نور ټپیان دي.
دغه راز د جنورۍ پر نهمه د کابل په الوخېل سیمه کې د افغانستان د محبسونو ریاست د کارکوونکیو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پیان شول.
په دې راپور کې راغلي؛ د جنورۍ پر یوولسمه هم د کابل د دشتبرچي اړوند په یوه سوداګریز مارکیټ کې د چاودنې له کبله، چې بڼه یې تر اوسه معلومه نده درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
راپور د هم څرګندوي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې د نرینهوو په ګډون ښځې او ماشومان هم شته.
د یوناما د موندنو له مخې؛ په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر یوویشتمه رامنځته شوی، چې د دې برید پړه هم داعش منلې ده.
باید وویل شي، چې له مارچ راوروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهدان ول.
دغه راز په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې پر ورځ – د غویی لسمه د داعش وسلهوالو د هرات ګذرې ولسوالۍ د شیعهګانو د جومات پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ کسن ووژل او یو بل ټپي شو.
په دغه راپور کې یوناما د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت او په خپل سر نیول او توقیف، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بښنې له اعلان سره – سره؛ د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر وړاندې ګواښونه روان دي. د یوناما د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسلامي امارت دغه راپور بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینهوو حقونه خوندي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی او په هېواد کې یې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې بې بنسټه بولي.
د داعش د بریدونو د قربانیانو دغه شمېر په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي شتون رد کړی او څرګندوي، چې دغه ډله ځپل شوې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه21 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی21 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه20 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
