Connect with us

تازه خبرونه

داکترعبدالله په سرپل کې د حکومتي والي پر ځای، نوی والي وټاکه

خپور شوی

د

د داکترعبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې یو لړ ولایتونو ته د والیانو د ورپېژندنې لړۍ پیل کړه او نن یې یو حکم له مخې د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني د دې ولایت د والي په توګه ورپېژندلی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته عبدالله عبدالله دا پایلې رد او ځان یې د پراخ بنسټ حکومت ولسمشر وباله او څرګنده یې کړه، چې والیان به وټاکي او خپله کابینه به هم جوړه کړي.

نوموړي د شنبې پر ورځ د کب ۳ خپل لومړنی ګام پورته او د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني یې د عبدالقادر آشنا پر ځای د سرپل والي وټاکه.

دغه راز د پنجشېر والي کمال الدین نظامي خپل ملاتړ د ثبات او همپالنې له ټاکنډلې څخه اعلان کړ.

د پنجشېر والي کمال الدین نظامي ویلي؛ د افغانستان خلکو ته له منلي او ټول شموله حکومت څخه ملاتړ کوم.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د والیانو د معرفي کولو لړۍ پیل شوې او ټاکل شوې، چې یو لړ نورې کړنې هم تر سره شي.

د حزب وحدت ملي افغانستان ګوند رییس محمد محقق ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان سولې ته زیان رسولی او که سیاله ټاکنډله پر تاوتریخوالي لاس پورې کړي، دوی هم له لاسه ورکولو ته نور څه نلري.

نوموړي زیاته کړې؛ که پر تاوتریخوالي لاس پورې شو، مونږ هم هغه خلک یو، چې په څلوېښت کاله جهاد کې مو( خره همدا بار وړی) ځکه، نو مونږ نور له لاسه ورکولو ته څه نلرو.    

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې عدالت تامین کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي ویلي: له هغې نړۍ، چې نن د دیموکراسۍ چغې وهي، د بشر حقونو شعارونه وړاندې کوي؛ ترې غواړو، چې د دیموکراسۍ، عدالت خپلواکۍ غوښتنې لوری خپل کړي.                

په کابل کې د ملګرو ملتونو ټولنې سیاسي استازولۍ یا یوناما د عبدالله عبدالله دا ګام، چې ځینو ولایتونو ته یې والیان ټاکلي، اندېښه وړ بولي او څرګندوي: زور او یا هرې ناقانونه وسیلې ته مخه کول په داسې حال کې، چې د تاوتریخوالي د کمي اوونۍ پیل شوې، سولې لپاره د خلکو هیله زیانمنولی شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، اعتراضونه او لاریونونه د هر چا حق دی؛ خو د عامه نظم ګډوډونکي به د عدلي او قضایي ادارو تر څارنې لاندې راشي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم ویلي؛ هیڅوک حق نلري، چې عامه نظم ګډوډ کړي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي. پرته له دې به قانون ته ځواب ورکوي.             

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې نورو ولایتونو ته هم والیان معرفي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په چاریکار ښار کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې پلویانو په نڅا او ګډا دا جشن نمانځي.

تازه خبرونه

تاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

Published

on

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ستونزو له په پام کې نیولو سره افغانستان خپلې مرستې زیاتې کړي.

مهرالدین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې تاجکستان او افغانستان د خپلې ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره همغږي دي.

هغه یادونه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي سیمو وسلوال بریدونه او جرمي فعالیتونه ډېر شوي دي.

هغه وایي؛ افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې دوی به د پېښو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او د هر ډول سرغړونې په اړه به بشپړه څېړنه وشي.

مهرالدین ټینګار کړی، چې تاجکستان په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره د رغنده نړیوالو تعاملاتو ملاتړ کوي.

هغه ویلي: تاجکستان په ۲۰۲۵ ز.کال کې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې، چې خوراکي او اړین توکي په کې ول؛ چمتو کړي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي یادونه هم کړې ده. تاجکستان سرحدي بازارونه بیا پرانیستي او افغانستان ته د برښنا رسولو یې هم روان ساتلي دي.

تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومټرو څخه ډېره ګډه پوله لري.

د تاجکستان د ولسمشرۍ د مخدره توکو د کنټرول څانګې مشر ظفر صمد ویلي، چې تېر کال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د مخدره توکو له قاچاق وړونکو سره ۱۷ نښتې شوې، چې په کې دوه تاجک سرتېري او ۱۰ افغانان وژل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان «غوړه ګوله» نه، بلکې د «زقوم ونه» ده

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت د سرتېرو په فراغت غونډه کې خبرداری ورکړ، چې «افغانستان چاته ضرر رسول نه غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناوړې اراده ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.»

هغه زیاته کړې:« تاریخ ګوا دی، چې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده» د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، چې  نوي زېږېدلي ماشومان یې هیڅکله هضمولی نشي.

هغه له افغانستان سره د هېوادونو په سیاسي او اقتصادي تعامل هم ټینګار څرګند کړ.

ملا برادر ویلي: “زه باور لرم؛ د هېوادونو لپاره دا غوره ده، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره هڅه وکړي. هغه انرژي او سرچینې، چې د یو بل په ویجاړولو کې ضایع کیږي؛ د یو بل په ملاتړ او د ګډو ټکو په پیاوړتیا کې غوره مصرف کیږي.”

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ویلي؛ «د اسلامي امارت سیاست کاذب ندی؛ ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو بنسټونو بناء کړي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.»

ملا برادر په اقتصادي ډګر کې پانګوالو ته زیری ورکړی، چې « اسلامي امارت به په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې کچې ته پر کتو له یوه څخه تر پېنځه کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.

نوموړي ویلي؛ دا معافیت «به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو د درېدو او چټکې ودې سبب وګرځي او له بلې لوري به د هېواد د اقتصادي پایې په ګرځولو او خود کفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې د افغان حکومت ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي دي.

یوناما زیاته کړې؛ دغه راز د خپلسرو نیولو او بندیانولو ۲۸ پېښې او د پخواني افغان حکومت له چارواکو او ځواکونو سره د ځورونې او بد چلند لږ تر لږه اووه قضیې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې: د پخواني حکومت هغه چارواکي او ځواکونه، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ د هغو کسانو په ډله کې ول، چې د غیرقانوني وژنو، خپلسرو نیولو او ځورونو سره مخ شوي دي.

په راپور کې د ښځو پر کار او حرکت بندیزونو، اعدامونو، دُرو وهلو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندولو ته هم نغوته( اشاره ) شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!