Connect with us

تازه خبرونه

د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

خپور شوی

د

 

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابلډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.

د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مخه د امریکا فشار نیولې – اسلامي امارت

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ويلي، پر ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو د امریکا فشار د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي؛ واشنګټن پر ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو فشار راوړي، چې له کابل سره له رسمي تعامل څخه ډډه وکړي.

مجاهد ویلي:« ښايي دوی دا په ښکاره ونه وايي او یا یې اعلان نه وي کړی، خو په ټوله کې داسې ښکاري، چې پر ملګرو ملتونو او ځینو نورو هېوادونو فشار راوړل کېږي او له مونږ سره د تعامل مخه نیول کېږي. که داسې نه وای؛ تر اوسه باید تعامل شوی وای.»

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، ځینې هېوادونه اوس هم د نړۍ د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي، چې له اسلامي امارت سره یې د اړیکو د پراختیا مخه نیسي.

هغه وایي:« هغه هېوادونه، چې له مونږ سره په جګړه یا شخړه کې ول یا ځینې هغه هېوادونه، چې اوس هم د همدغو سترو قدرتونو تر اغېز لاندې دي؛ په طبیعي ډول نه‌دي توانېدلي، چې د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي. پړه پر افغانستان نه‌ده او د دوی سیاستونه له جګړې راپدېخوا  بدل شوي نه‌دي.»

دغه راز شنونکیو ويلي، امریکا اوس هم د ډېرو هېوادونو پر بهرنیو سیاستونو د پام وړ اغېز لري.

د دوی پر باور، تر هغې، چې واشنګټن د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله نه‌کړي؛ د رسمیت پېژندنې پر لوري نور پرمختګ به هم له ستونزو سره مخ وي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي ګټو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان باید یوازې له امنیتي زاویې ونه څېړل شي- محمودخان اچکزی

اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نه‌لري.

Published

on

 

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي ويلي، افغانستان په سیمه‌ییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي زاویې څېړل کېږي.

اچکزي د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د یوې درې ورځنۍ جرګې د پرانیستې پر مهال ویلي: افغانان د خپل هېواد په اړه په بحثونو کې؛ لکه د شانګهای همکاریو ټولنې په ناستو کې بشپړ حضور او استازیتوب نه‌لري.

هغه زیاته کړې، د سیمې امنیتي ستونزې یوازې له افغانستان سره تړاو نه‌لري او د جګړو، بهرنیو لاسوهنو او د سترو او سیمه‌ییزو هېوادونو د سیالیو رول هم باید په پام کې ونیول شي.

اچکزي ویلي؛ هغه ځواکونه او نیابتي ډلې، چې د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې ښکېل ول، د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر او د قطر سفیر د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په افغانستان کې د قطر له سفیر مردوف بن علي القاشوطي سره د پانګونې پر فرصتونو بحث او خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

دواړو لوریو د تېلو او ګازو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو او د اومه تېلو د چاڼولو لپاره د یوه معیاري تېل‌چاڼځي د جوړولو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.

هدایت‌الله بدري په دغو برخو کې د قطر د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو او پټرولیم وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!