Connect with us

تازه خبرونه

دولتي بنسټونه دې له پاكستان سره د پولې په ځاى ديورند كرښه وكاروي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

وزيرانو شورا په وروستۍ ناسته كې كورنيو چارو، دفاع، سرحداتو وزرتونو او ملي امنيت ادارې ته سپارښتنه وكړه، چې له پاكستان سره په ټولو خبرو او ليكونو كې د سرحد د كلمې په ځاى د ديورند كرښه وكاروي.

افغان ژورنالست فهيم دشتي وايي، پاكستان افغانستان ته د ديورند كرښې د نه رسمي كيدو پرلامل سرخوږى جوړ كړى دى.

افغان دولت تل ټينگار كوي، چې دا كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د پولې په توگه په رسميت نه پېژني. په داسې حال كې، چې پاكستان يې په رسميت پېژندلو ټينگار كوي.

د ولسي جرگې غړى نذير احمد وايي، د ديورند كرښې په اړه يوازې د افغانستان خلك د پرېكړې حق لري، نه نور هېوادونه.

د ديورند كرښه په ۱۸۹۳م كال كې د امير عبدالرحمن خان او بريتانيا ترمنځ د يوې دولتي هوكړې له مخې رامنځته شوې، چې تر دې دمه افغان حكومتونو د پاكستان او افغانستان تر منځ د پولې په توگه په رسميت پېژندلې نه ده.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی پر رسمي سفر کابل ته راغلی

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ضمیر کابلوف نن( سې شنبه د غویي اتمه) د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اسلامي امارت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پر رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ضمیر کابلوف نن( سې شنبه د غویي اتمه) د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اسلامي امارت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

ویل کېږي، چې د دغو خبرو اترو اصلي محورونه به سیاسي اړیکې، اقتصادي همکاري، سوداګري، سیمه‌ییز بدلونونه او د افغانستان او روسیې ترمنځ نور ګډ مسایل وي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې پر بېلابېلو برخو لکه پانګونو، ودانیزو جوړښتونو او سیمه‌ییز امنیت په اړه ډیپلوماتیکې او عملي اړیکې پراخې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کونړ پوهنتون د پاکستاني پوځ راکټي برید؛ لسګونه زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.

Published

on

Last Updated on: غویی ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې نن(دوشنبه د غویي اوومه) پاکستاني پوځ له‌خوا د کونړ ولایت د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون په ترسره شوي راکټي برید کې یو شمېر زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ ته هم پراخ زیان اوښتی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې؛ په دې برید کې شاوخوا ۳۰ زده‌کړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ او چاپېریال ته سخت زیان رسېدلی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت دغه عمل پر علم او د افغانستان پر بنسټیزو ارزښتونو برید بللی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دې پېښې پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د لوړو زده‌کړو وزیر امر کړی، چې ټپیان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د هېواد د علمي مرکزونو، پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو امنیت ته ژمن دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

Published

on

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼشمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛  نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!