لوبی
د آسیا جام ته له نږدې کېدو سره د سیالیو د مینهوالو لیوالتیا هم مخ پر ډېرېدو ده
د ۲۰۲۳ آسیا جام لوبو ته له نږدې کېدو سره د کرکت مینهوالو لیوالتیا مخ پر ډېرېدو ده او د هېوادونو لوبډلې هم په سیالیو کې د ګډون او بري لپاره د خپلو لوبغاړیو نوملړونه اعلانوي.
یو شمېر هېوادونو تر اوسه د خپلې لوبډلې جوړښت نهدی اعلان کړې؛ خو افغان مینهوال دې د دې لپاره صبر وکړي، چې د کرکت کوم لوبغاړي به په لوبډلو کې راڅرګند شي.
آریانا تلویزیون، چې د دغو زړه راکښونکي تورنمنت او سیالیو د خپرولو حق ترلاسه کړې؛ د لوبو د خپراوي مهالوېش یې هم وروستی کړی دی. په ټول هېواد کې مینهوال کولی شي دا لوبې د اګست له ۳۰ څخه هره ورځ د ماسپښین له ۰۱:۳۰ څخه تر وروستۍ فاینل لوبې، چې د سپتمبر پر ۱۷ نېټه په کولمبو کې ترسره کیږي؛ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
د سږ کال په تورنمنت کې به شپږ لوبډلې برخه واخلي، چې دوه ګروپونه به په کې وي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.
پاکستان، نیپال او بنګله دېش تر دې دمه د ۲۰۲۳ کال اسیا جام لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړي او پاتې لوبډلې به هم ډېر ژر خپلې لوبډلې اعلان کړي.
د کرکت نړۍ د دغو سياليو لپاره چمتووالی نيسي؛ د افغانستان مينهوال هيله من دي، چې په لوبډلو کې به داسې تجربه لرونکي لوبغاړي سرراپورته کړي، چې وکولی شي لوبډله فاينل ته ورسوي.
افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.
دلته کلیک وکړئ.
د سیالیو بشپړ مهالویش لیدلو لپاره داځای کېکاږئ.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
لوبی
په روان اتلانو لیګ کې عینو مېنې او صرافان هرات لوبې وګټلې
په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرلهپسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.
د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د پنجشنبې پر ورځ پر دوه زړهراکښونکو سیالیو سره پیل شو؛ په دې یوولسمه لوبه کې عینو مېنې یوه پیاوړې لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او درې نمرې یې ترلاسه کړې.
په دولسمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبدله له صرافان هرات سره مخ شوه او صرافان هرات د پرلهپسې هڅو او څو فرصتونو له رامنځته کولو وروسته وکولی شول، چې یوازې یو ګول ووهي او یوه خوږه بریا ترلاسه کړي.
د اتلانو لیګ به سبا له دوه نورو لوبو سره پیل شي.
د دې لیګ په دیارلسمه لوبه کې به ابو مسلم فراه د سهار پر ۱۰:۰۰ له سرخ پوشان خوافي سره مخ شي، او په څوارلسمه لوبه کې به سرسبز یاشلر د ماسپښین پر ۱:۳۰ له جوانان پیروز سره سیالي وکړي.
دا ټولې لوبې په آریانا ټلویزیون کې پر ژوندۍ بڼه خپريږي او ټول هېوادني مینهوال مو کولی شي روان پړاو پر پوره لېوالتیا وګوري.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
-
نړۍ4 days agoد امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
