تازه خبرونه
د آسیا زړه ناستې د سولې پر خوندي کولو او د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ
د هند، ترکیې، ایران، پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د آسیا زړه – استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه ناسته کې د سولې پر اړتیا او په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسیدو ټینګار وکړ.
غونډې ته د وینا پرمهال د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي، چې دوه ډوله سولې ته اړتیا ده؛ په افغانستان او سیمه کې سوله.
شنکر ویلي: په افغانستان کې دوامداره سوله دوه ډوله سولې ته اړتیا لري؛ په افغانستان کې سوله او په سیمه کې سوله.
شنکر زیاته کړې؛ دا سوله د هېواد دننه او بهر د هرچا له ګټې سره اړخ لګوي.
هغه زیاته کړې؛ که په افغانستان کې شخړې ښکېلې خواوې سوله وغواړي، دوی باید له ښه نیت او سیاسي ژمنتیا سره د خبرو اترو بهیر ته وردننه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې؛ په سرمشریزه کې ټول ګډون کوونکي ګډ کار کوي، چې افغانستان له روانو جنګونو وژغوري؛ خو دا هڅې جدي ژمنو ته اړتیا لري.
په دې کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، تهران په افغانستان کې د افغانانو پر مشرتابه د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
ظریف له ملګرو ملتونو غوښتي، چې بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د سولې په بهیر کې د خنډ رامنځټه کولو اجازه ورنکړي.
ظریف زیاته کړې، چې بهرني سرتېري باید له مسوولیت سره سم افغانستان پریږدي او د سیمې هېوادونه هم باید له داعش سره مبارزې ته چمتو وي.
هغه دا هم ویلي؛ ټول هېوادونه باید چمتو وي، چې داعش په افغانستان کې له مذهبي، توکمیزو او افراطي عناصرو څخه کار وانخلي.
دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د آسیا زړه ـ استانبول بهیر غونډې ته ویلي ، چې هغه له ټولو خواوو سره د افغانستان د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره ګډ کار کوي.
اوغلو هیله څرګنده کړې، چې په استانبول کې د افغانستان د سولې غونډه به د پام وړ پایلې ولري.
هغه په ډاګه کړې: مونږ یو شمېر هېوادونو ته بلنه ورکړې او تمه هم لرو، چې د استانبول ناسته به په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره لار اواره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ پاکستان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دی.
قریشي زیاته کړې: مونږ په افغانستان او بهر کې د تخریب کوونکیو د رول په اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې ډبیرا لاینز هم د آسیا زړه ناستې ته څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ اړین دی.
د آسیا زړه غونډه – استانبول بهیر پر ۲۰۱۱ زېږدیز کال د ترکیې په استانبول کې جوړه شوې، موخه یې له سیمې او نړیوالو ملګرو سره د افغانستان د ګډو ګټو او ننګونو په اړه خبرې دي.
په دغه ناسته کې ۱۵ هېوادونه دایمي غړيتوب لري؛ ۱۷ هېوادونه یې ملاتړي او د ۱۲ سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې ګډون کوي.
د راپورونو له مخې؛ روسیه، چین، هند، پاکستان، افغانستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، آذربایجان، ازبکستان او ترکیه د غونډې دایمي غړیوتوب لري.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه5 days agoسراجالدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له مشر سره وکتل
