سیمه ییز خبرونه
د آقينې بندر د نفتي زيرمو وړتيا به تر سل زره ټنه لوړه شي
آقينه بندر د دولت د عايداتي سرچينې په توگه ښه ځليدلى دى. دې بندر ته ډېر غير نفتي توكي وارديږي، خو د دولت نفتي خدمتونه هم دغلته فعال دي.
د آقينې بندر د نفتي توكو مدير آرین مرادي وايي:
د نفتي توكو لوى رياست پرېكړه كړې، چې د آقينې بندر د نفتي زيرمو وړتيا سل زره ټنو ته لوړه او له لارې د نفتي توكو واردات پراخ كړي.
همدا اوس د دولتي زيرمو تر څنگ نږدې څلويښت خصوصي شركتونو هم د ۵۰ زره ټنو تېلو د ساتنې وړتيا موندلې ده.
آرين مرادي وايي:
د ظرفيتونو له زياتولو سره به له دې لارې په روان ژمي كې سل زره ټنه دولتي تېل افغانستان ته رادننه شي.
د مرادي د معلوماتو له مخې:
د آيساف ځواكونو د اړتيا وړتېلو يوه برخه هم له دې لارې تېريږي.
د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي:
د سوداگريزو كاروانونو د خوندي تېريدو لپاره امنيتي ځواكونه گډ او منظم پلانونه لري.
ډېري كارپوهان باور لري، چې ۲۰۱۴ز. كال ته په نږدې كيدو د اقتصادي ظرفيتونو څرنگوالى او د دولت عايداتي سرچينې به د ليږد د پروسې د بريا لومړنۍ راز وي.
افغانستان له تركمنستان سره ۷۴۴ او آقينه بندر د فارياب په شمال كې له دغه هېواد سره ۳۵ كيلو متره گډه پوله لري.
تمه ده د پرمختيايي بېخبناوو په پراختيا او د اروپا او مركزي آسيا لنډو لارو ته د افغانستان له نښلولو سره به په دې سيمه كې سوداگريزې چارې زياتې او عايدات ډېر شي.