تازه خبرونه
د استانبول خبرې بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې – سرچینې
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ « پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نهدرلود، بې منطقه خبرې یې کولې او ان کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله. د دوی د مذاکراتي ډلې اخلاقو، کرکټر او وضعیت ته د قطر او ترکیې منځګیړي هم حیران پاتې ول او د حال پر ژبه به یې افغان پلاوې ته ویل، چې له ډېرو بدو ګاونډیانو سره مو سر او کار دی.»
باوري سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ مذاکرات بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ « پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نهدرلود، بې منطقه خبرې یې کولې او ان کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله. د دوی د مذاکراتي ډلې اخلاقو، کرکټر او وضعیت ته د قطر او ترکیې منځګیړي هم حیران پاتې ول او د حال پر ژبه به یې افغان پلاوې ته ویل، چې له ډېرو بدو ګاونډیانو سره مو سر او کار دی.»
سر چینې د پاکستان د غوښتنو په اړه څرګنده کړې: – د غونډې ټولې مادې وروستۍ شوې وې؛ خو یوازې پر یوه ماده بحث روان و، چې پاکستاني اړخ پر ناسم چلند غونډه کډوډه کړه.
سرچینې زیاته کړې: «د پاکستان اړخ د مذاکراتو پر میز خپل حواس او اخلاق په ټولیزه توګه له لاسه ورکړل؛ سپکې او سپورې یې کولې، چې دې وضعیت منځګړي (ترکان او قطریان) هم سخت خفه کړل.»
هغه وایي: « د پاکستاني ټيم مشر خورا بد چلنده انسان و؛ له افغان لوري یې غوښتنه کوله، چې تاسې ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړئ او کنترول یې کړئ، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.»
دغه راز؛ بله غوښتنه یې دا وه، چې که په پاکستان کې ټي ټي پي کوم برید کوي؛ مونږ یې غچ له افغانستان څخه اخلو.
پاکستاني اړخ وغوښتل؛ تاسې به تضمین کوئ، چې ټول هغه ګروپونه به کنترولوئ، چې له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.
ـسرچینه څرګندوي: جالبه دا وه، چې په غونډه کې د افغانستان لهخوا د امریکایي ډرون د بندېدو او د پاکستان له فضا څخه د نهرا تېرېدو خبره وشوه؛ د پاکستاني مذاکراتي ټيم مشر جنرال شهاب اسلم وویل دا خبره باید ونشي.
سر چینه وایي: د افغانستان لپاره د قطر سفیر مردف، چې په غونډه کې حاضر و؛ ورته وویل، چې غوږ ورته ونیسه خبره په نیمایي کې مه قطعه کوه! دا د افغانانو یوه اندېښنه ده. پاکستاني جنرال شهاب اسلم وویل: امریکایي ډرون، چې زمونږ پر فضا افغانستان ته تېریږي دا؛ خو ستاسې د قطر له هوایي اډې را پورته کیږي ته یې هلته ولې نه بندوې؟
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه قطري سفیر ویلي، چې مونږ هلته له امریکا سره یو تړون لرو. جنرال شهاب اسلم یې په ځواب کې ویلي: مونږ هم له امریکا سره تړون لرو (یعنی پاکستان له امریکا سره د افغانستان د حریم د نقض کولو تړون لري).
ویل کیږي، چې ” په پاکستان کې دننه د بریدونو د کنټرول مسوولیت د اسلامآباد د امنیتي ځواکونو په غاړه دی او افغانستان یوازې دا تضمین ورکوي، چې خاوره به یې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.”