تازه خبرونه
د استانبول په خبرو کې د اوربند غځولو او بندیانو خوشې کولو په اړه هیلې ډېرې دي
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د اوربند غځولو، د لارو خلاصولو، د ښه نیت په توګه د یو شمېر بندیانو د خوشې کولو او د راتلونکې غونډې د وخت او ځای د ټاکلو په اړه د خبرو په پای کې یو ګډ پرېکړه لیک خپور شي.
سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترکیې د استانبول خبرو په ډېرو برخو کې پرمختګ شوی؛ خو ځینې کوچنۍ خبرې اوس هم شته، چې نن به هم خبرې روانې وي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د اوربند غځولو، د لارو خلاصولو، د ښه نیت په توګه د یو شمېر بندیانو د خوشې کولو او د راتلونکې غونډې د وخت او ځای د ټاکلو په اړه د خبرو په پای کې یو ګډ پرېکړه لیک خپور شي.
له دې مخکې افغان پلاوي ته نږدې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي وه، چې دوی له روانو خبرو اترو څخه د مثبتې پایلې ترلاسه کولو ته هیله من دي.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اختلاف لږ ټکي پاتې دي او دواړه خواوې د هغوی د حل کولو هیله لري.
افغان پلاوي ټینګار کړی، چې تاوتریخوالی او کړکېچ د دواړو خواوو په ګټه ندی او منځګړو هم له خبرو او همغږۍ ملاتړ کړی دی.
دغه راز په استانبول کې سرچینو ویلي، چې تېره ورځ افغان پلاوي له ۱۵ ساعتونو خبرو وروسته خپله وروستۍ مسوده پاکستاني پلاوي ته سپارلې ده.
د دغې مسودې له مخې؛ پاکستان باید د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه سرغړونه ونکړي او هیڅ ډلې یا مخالف ته اجازه ورنهکړ شي، چې د افغانستان پر ضد فعالیت وکړي.