تازه خبرونه
د استخباراتو مشر نن له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره ترکیې ته روان شو
ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې سبا (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) په استانبول کې ترسره شي.
سرچینو آریانا نیوز ته تائید کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی نن له غرمې وروسته د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق پر مشرۍ نن ماسپښین له پاکستان سره د سولې خبرو اترو لپاره ترکیې ته سفر وکړ.
ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې سبا (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) په استانبول کې ترسره شي.
دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سېشنبې پر ورځ په استانبول کې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د مهمو خبرو اترو څخه مخکې هیله څرګنده کړې، چې پاکستان او افغانستان کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
اسلامآباد پرلهپسې پر اسلامي امارت تور لګولی، چې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کاروي. دا تور تل کابل رد کړی دی.
تېره میاشت پاکستان او افغانستان له درندو جګړو وروسته په دوحه کې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ. ټاکل شوې، چې دواړه لوري د اوربند او سولې د وروستی میکانیزم لپاره د لړم پر پېنځلسمې / د نومبر پر شپږمه په استانبول کې ناسته تر سره کړي.
اسحاق ډار د سنا غړیو ته په خبرو کې ویلي: “زه د هغو کسانو له ډلې یم، چې غواړي له افغانستان، ایران او ټولو نورو ګاونډ هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري. دا زما د پاکستان په استازیتوب مسوولیت دی. زما هیله او دعا دا ده، چې دا مسلې د همغږۍ له لارې حل شي او مونږ له یو بل سره مرسته وکړو.”
ویل کیږي، چې په دې خبرو کې به د پاکستاني پلاوي مشري د آیاسآی رییس عاصم ملک وکړي.