تازه خبرونه

د اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت ټول تقنيني اسناد د الله تعالی له کتاب، سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین شوي او پرله‌پسې له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه ارزول کېږي او بیا د توشیح لپاره د رهبر حضور ته وړاندې کېږي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۹, ۱۴۰۴

عدلیې وزارت ویلي؛ هغه کسان، چې د اسلامي امارت پر قوانینو او تقنیني سندونو اعتراض کوي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت ټول تقنيني اسناد د الله تعالی له کتاب، سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین شوي او پرله‌پسې له اسلامي شریعت سره د مطابقت له پلوه ارزول کېږي او بیا د توشیح لپاره د رهبر حضور ته وړاندې کېږي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې: د اسلامي امارت په تقنيني اسنادو کې هیڅ یوه داسې ماده، فقره، جزء، بند او حکم نشته، چې د اسلامي شریعت مطابق نه‌وي او شرعي منبع ونلري؛ ځکه، نو پر هغو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی.

ویل کیږي، چې پر تقنیني اسنادو« اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نلري، بلکې د جهل او یا هم د تجاهل له مخې ترسره کېږي؛ اعتراض پرې شرعاً جرم دی او پر دغو قوانینو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»

Trending

Exit mobile version