روغتيا
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر قطر ته ولاړ
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي: د دغه وزارت سرپرست وزیر داکتر قلندر عباد د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ قطر ته ولاړ.
عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ دغه پلاوی به قطر ته په خپل شپږ ورځني سفر کې له دې هېواد سره د روغتیايي خدماتو د همغږۍ، د افغان داکترانو د وړتیا لوړونې او د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستې په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر او ورسره پلاوی به په قطر کې له یو شمېر پرمختللیو روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.
داکتر قلندر عباد له دې مخکې ویلي وه، چې په تېرو دولس کلونو او امریکايي اشغال کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې هیڅ کار ندی شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د افغان داکترانو د پوهې او مسلکي تخصص کچه لوړه او افغانستان نور د درملنې لپاره بهر ته د تګ اړتیا ونهلري.
روغتيا
له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدا کولی شي د ګوزڼ یا پولیو ویروس د لېږد خطر زیات او د دې ناروغۍ د کنټرول بهیر ستونزمن کړي.
د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(فلج ) ناروغۍ پېښې کمې شوې دي؛ خو د کډوالو له راستنېدا سره د ذدې ویروس د لېږد خطر شته او د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی یې ستونزمن کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: ” په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ مثبتې پېښې د دې ویروس تائید شوي، چې ۹ یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.
روانه اوونۍ په پاکستان کې د دې ویروس د وحشي بڼې دوه نوې مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوي دي.
تر دې دمه ۵۷۹ مثبتې چاپېریالي بېلګې د دې ویروس ثبت شوي، چې ۶۴ یې په افغانستان او ۵۱۵ یې په پاکستان کې دي.”
دې ټولنې ویلي، چې د واکسین د پليکېدا پروګرامونه محدود دي او له همدې کبله د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځینې ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی. .
عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي مخ پر خپرېدا ده.
روغتيا
په هند کې د ټوخي د ککړ شربت له کبله ۱۴ ماشومان مړه شول
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
د مړینو راپور په درې ایالتونو کې ورکړ شوی؛ مادیا پردېش، راجستان او تامل ناډو، چې د قربانیانو لوړه شمېره یې په مادیا پردیش کې شبت شوې ده.
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
چارواکو ویلي: هغه شرکت، چې دا شربت یې جوړ کړی؛ د راپورونو له مخې کولډریف نومیږي، چې د درغلۍ او د درملو او سینګاري توکو له قانون څخه د سرغړونې تور پرې هم لګول شوی دی.
د هند روغتیا وزارت سمدلاسه د شربت پلور او وېش بند کړی او بېلګې یې د ازموینې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته لېږلي او دا هڅې هم روانې دي، چې آیا دا ککړ شوي شربتونه نورو سیمو یا بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شوي او که نه.
دې پېښې په هند کې د درملو د تولیدي معیارونو په اړه تازه اندېښنې راپورته کړي.
له تېرو درې کلونو راپدېخوا په هند کې جوړ شوي د ټوخي شربتونه هم په ګمبیا، ازبکستان او کامرون کې د ماشومانو له مړینې سره تړاو لري.
روغتیایي څانګوالو(متخصصینو) د درملو په آزموینه کې د څارنې او رڼښت غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د کیفیت کمزوری کنټرول په ځانګړي توګه په غریبو سیمو کې ژوند په خطر کې اچوي.
روغتيا
په کندهار کې د قطر پر همکارۍ د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ويلي؛ کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اوس هم ډېرې سپینې سیمې لري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په سویلي برخه کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي ستونزو یوه د پام وړ برخه حل شي.
د عامې روغتیا وزارت او د قطر خیریه بنسټ په کندهار ولایت کې د یو لوی ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزیر وایي، چې په کندهار کې به د دغه روغتون له جوړېدو سره د یادې حوزې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ويلي؛ کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اوس هم ډېرې سپینې سیمې لري او د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد په سویلي برخه کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي ستونزو یوه د پام وړ برخه حل شي.
په افغانستان کې د قطر خیریه بنسټ رییس منعم شاه ویلي، چې په دې روغتون کې به د جراحي، نسایي ولادي، فارمسي، ایمرجنسي او لابراتوار څانګې فعالې شي او په ټوله کې د میندو او ماشومانو لپاره ۴۰۰ بسترونه په پام کې نیول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا یوازې روغتیايي پروژه نده، بلکې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه کېدو لپاره د قطر دولت د دوامداره ژمنو یوه برخه ده.
منعم شاه وایي: « د تړون له مخې؛ د قطر خیریه بنسټ به د ساختماني کار د تمویل او څارنې مسوولیت ولري او دا ډاډ به ترلاسه کړي، چې ټول کار له ملي او نړیوالو روغتیایي معیارونو سره سم ترسره کیږي. پر دې سربېره د روغتون مدیریت، جدي پاملرنې او د ماشومانو درملنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره به ځانګړي روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي.”
په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالي مردف القاشوطي د روغتیا په برخه کې د قطر پر ژمنو د ټينګار ترڅنګ ویلي؛ یاد هېواد تل هڅه کړې په افغانستان کې د بېخبنایي پروژو لهه پلي کېدا سره به د خلکو د هوساینې او روغتیایي خدماتو له ښهوالي سره مرسته وکړي.
ویل کیږي، چې د یاد روغتون جوړول به دوه کاله او شپږ میاشتې وخت ونیسی، چې د روغتیا وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ختیځ زون کې د یو روغتیايي کمپلکس د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoسعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پناه غوښتونکو منل به اوږدمهاله وځنډول شي
-
تازه خبرونه3 days agoایراني ځواکونو ۱۰ افغانانو ته ځاني زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
سوداگري3 days agoآریاناافغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي
