تازه خبرونه
د اسلامي امارت شریعت پلي کېدو په اړه د یوناما راپور بې بنسټه دی – ذبیح الله مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې پر ورځ په افغانستان کې د محاکمو د فعالیتونو او د شرعي احکامو د پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ادعاوې رد کړې.
مجاهد په یو لړ تویتونو کې ویلي، چې د یوناما ادعاوې بې بنسټه دي او حقیقت نه څرګندوي.
ذبیح الله مجاهد څرګندوي: حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې قضايي نظام د پخوا پر پرتله ډېر پیاوړی شوی او عدالت خوندي دی او د هېوادوالو حقوق د اسلامي احکامو له مخې په پام کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د پرمختګ او لاسته راوړنو له پامه غورزول غیر عادلانه دي.
هغه په ډاګه کړې: افغانان پوهیږي، چې دلته مثالي عدالت شته؛ امنیت خوندي دی، روڼ قضايي سیستم شته او د پیاوړتیا لپاره یې هم هڅې روانې دي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان قضايي سیستم لاسته راوړنې د نړیوال امنیت په برخه کې هم مرسته کړې ده.
مجاهد په ډاګه کړې: که پرمختګونه او لاسته راوړنې بيا هم له پامه غورزول شي؛ دا به کفر وي، نو دا بې انصافي ده.
د یوناما راپور د بشري حقونو بېلابېلې سرغړونې مستندې کړي، چې په کې غیر قضایي وژنې، خپلسري توقیفونه او د بیان او غونډې پر آزادۍ محدودیتونه د پاملرنې وړ دي.
راپور همدارنګه د اسلامي امارت لخوا د ځینو شرعي احکامو پلي کولو په اړه اندېښنې راپورته کړي. لکه د ادعا شويو اخلاقي جرمونو لپاره مجازات، چې پرې نیوکه شوې.