تازه خبرونه
د اسلامي امارت مخالفان دې پخپل تندي د آی ایس آی ټاپه نهلګوي
زلمي خلیلزاد په ایکس باڼه کې لیکلي، چې د آی ایس آی موخه د خپلواک او آزاد افغانستان جوړول ندي او په افغانستان او پاکستان کې د دې ادارې تاریخ د دې ادعا ثبوت دی.
په اسلامآباد کې د افغانستان په اړه د جوړېدونکې غونډې په درشل کې افغان امریکایي زلمي خلیلزاد د اسلامي امارت مخالفانو ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر استخباراتو(آی ایس آی) دې له تکیه کولو ډډه وکړي.
زلمي خلیلزاد په ایکس باڼه کې لیکلي، چې د آی ایس آی موخه د خپلواک او آزاد افغانستان جوړول ندي او په افغانستان او پاکستان کې د دې ادارې تاریخ د دې ادعا ثبوت دی.
هغه زیاته کړې؛ ډېرو افغانانو د رڼښت د نشتوالي او اړوند اندېښنو له کبله د اسلامآباد غونډې ته بلنه رد کړې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول غونډې هېوادغوښتونکو ته مناسب ځای ندی.
هغه د اسلامي امارت له مخالفانو وغوښتل، چې خپل پروګرامونه په خپلواک او شفاف چاپېریال کې تنظیم کړي او اجازه ورنکړي، چې د آی ایس آی د انحصار ټاپه یې پر تندي ولګول شي.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان یو اندتون راتلونکې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې پر ورځ( د اګست پر پېنځهویشتمه او شپږویشتمه) په اسلامآباد کې له افغان سیاستوالو سره، چې په کې به د ښځو د حقونو هڅاند هم ګډون وکړي؛ یوه غونډه ترسره کړي.
د دې غونډې تنظیموونکي وايي، چې دا غونډه د اسلامي امارت پر ضد نده، بلکې موخه یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات هڅول دي او خلیلزاد هم په کې ګډون کولی شي.
دغه راز ټینګار شوی، چې دا غونډه به د افغانستان په اړه د “اسلامآباد بهیر” پیل کړي.