تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو زمونږ له ملي حاکمیته سرغړونه کړې – پاکستان
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو تېره اوونۍ د پاکستان په خاوره کې د پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار کاوه، چې دا مو له ملي حاکمیته ښکاره سرغړونه ده.
یاد وزارت د تورخم دروازې د تړلو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه حیرانوونکې ده؛ ځکه، چې لنډمهاله افغان چارواکي په تورخم کې د پاکستان – افغانستان د پولې د لنډمهاله تړل کېدا پر لاملونو ښه پوهیږي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې د تورخم د لارې بندول او د پاکستانيو پوځیانو له لوري پر افغان پوله ساتو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان سرحدي ساتونکیو د افغانستان اسلامي امارت پر ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې، چې دوی د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې د رغونې په حال کې ول. دا پېښه د چارشنبې پر ورځ رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د تورخم پوله د ټولو ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف بولي.
پاکستان د دوشنبې پر ورځ د افغانستان پر اسلامي امارت تور ولګاوه، چې د دوی په خاوره کې تاسیسات جوړوي.
پاکستان په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په خپله خاوره کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوري د هر راز تاسیساتو جوړول ورته د منلو نهدي؛ ځکه، چې دا زمونږ له حاکمیته سرغړونه ده. د سپتمبر پر شپږمه نېټه افغان ځواکونو د یوه سولهییز حل پر ځای بې توپیره ډزې وکړې؛ د پاکستانيو پوځیانو پوستې یې پر نښه کړې، د تورخم په پوله کې یې بنسټیز تاسیسات زیانمن کړل او د افغان او پاکستاني ملکي وګړیو ژوند یې له خطر سره مخ کړ.
پاکستان ادعا کړې، چې دا ډزې بې بنسټه او بې دلیله وې.
د پاکستان په اعلامیه کې راغلي؛ د افغانستان د سرحدي امنیتي ځواکونو له لوري بې بنسټه ډزې هغه ترهګر عناصر زړور کوي، چې په افغانستان کې له خوندي پټنځایونه لري.
دغه راز دې ډلو ته په نغوته کې ویل شوي: دوی لکه څنګه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په خپل وروستي راپور کې تائید کړي؛ له خپلو خوندي پټنځایونو خوند اخلي.
دغه وزارت دا هم ویلي، چې پاکستان پر ګډه پوله د میشتو افغان ځواکونو له لوري د پرلهپسې غیر ضروري پارونو پر وړاندې له زغمه کار اخیستی او خبرو ته لومړیتوب ورکوي. لنډمهالي بندیزونه یوازې په سختو قضیو کې ترسره کیږي. لکه په پوله کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د ۶ پېښه یا کله، چې په پاکستان کې دننه د افغانستان خاوره د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.
په دې اعلامیه کې راغلي: مونږ له افغان لنډمهالي حکومت څخه هیله کوو، چې د پاکستان اندېښنې په پام کې ونیسي؛ د پاکستان ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سلګونه باروړونکي موټر پاکستان ته له تګ څخه منع شوي، چې د تازه میوو او سابو د خرابېدو شونتیا یې ډېره ده.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی5 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
نړۍ4 days agoپه آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس
