تازه خبرونه
د اسلامي امارت چارواکو د بیا واکمنېدو په څلورمه کلیزه کې پر شویو پرمختګونو خبرې وکړې
په دې مراسمو کې، چې د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول؛ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت متوازن سیاست په پام کې نیولی او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
واک ته د اسلامي امارت د بیا راستنېدا د څلورمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې لوړ پوړو دولتي چارواکو د هېواد د اقتصادي، تعلیمي، بېخبنایي او امنیتي لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان په اړه یې نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووایه.
په دې مراسمو کې، چې د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول؛ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت متوازن سیاست په پام کې نیولی او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړه: “که څوک نه مخکښ کیږي؛ خپل کار یې دی؛ خو زمونږ ډیپلوماټان ان ځینو اروپایي هېوادونو ته هم تللي دي.”
هغه په بهر کې له میشتو افغانانو هم وغوښتل، چې له “اوهامو او خیالاتو” راووځي او هېواد ته راستانه شي؛ ځکه، چې “نن افغانستان په رښتیا د ټولو افغانانو ګډ کور دی.”
امیر خان متقي د اقتصادي خپلواکۍ په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټوله بودجه، که پرمختیایي او عادي ده؛ له کورنیو سرچینو څخه چمتو کیږي.
د بهرنیو چارو وزیر د ښوونې په اړه ویلي، چې په تېرو څلور کلونو کې سلګونه دیني مدرسې او ښوونخځي جوړ شوي او د زدهکوونکو شمېر اوس ۱۰ میلیون ته رسیدلی، چې ۲.۸ میلیون یې نجونې دي.
متقي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل؛ په هېواد کې د ملکیتونو بیې لوړې شوې دي، چې دا پر ثبات د خلکو باور نښه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ “تېر مهال نورو هېوادونو په افغانستان کې نیواکګرې هڅې کولې؛ خور په تېرو څلور کلونو کې حتا د افغانستان یو انچ ځمکه هم نیول شوې نده.”
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم په دې مراسمو کې ویلي، چې “د جهاد هدف زمونږ د شخصي ګټو ترویج نه و، بلکې د اشغال پای ته رسول او د اسلامي نظام جوړول ول.”
هغه ویلي، چې پر نړیواله کچه د اسلامي امارت په اړه غلط فهمۍ شته ؛ خو که تفاهم وشي؛ هر څه به سم شي.
هغه زیاته کړې ډېری د خپلو ناسمو ګټو د پرمخ بېولو لپاره تورلګوي، چې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی او ترهګر اوس هم شتون لري او ګواښ رامنځته کوي. په داسې حال کې، چې مونږ د دوحې تړون ژمنو ته ژمن یوو.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې که څوک له نظام سره ستونزه لري؛ نو د خبرو اترو دروازه خلاصه ده، خو “هیوادونه باید خپلې داخلي ستونزې پخپله حل کړي.”
د افغانستان د ریاست الوزراء ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي هم په دې مراسمو کې پر عدالت ټینګار وکړ او څرګندوي؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د سیاسي اختلافاتو یا پخوانیو مخالفتونو پر بنسټ پر چا ظلم وکړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې که داسې قضیې رامنځته شي؛ نو دا به جرم وګڼل شي او عاملین به یې له اسلامي شریعت سره سم؛ په هر ځای کې، چې وي مجازات شي.
د یادونې ده، چې څلور کاله مخکې د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د زمري پر څلیریشتمه د امریکا پر مشرۍ د ناټو د غړو هېوادونو ۲۰ کلنه جګړه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره پای ته ورسېده او اسلامي امارت یو ځل بیا پر کابل واکمني ټینګه کړه.