تازه خبرونه
د افغانانو بېسارې راستنېدا بېړنی نړیوال اقدام غواړي – یوناما
اوتونبایوا له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو، مرستندویه کارمندانو او سیمهییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي: “د هغو کورنیو لپاره، چې له لسیزو جګړو (کډوال) شوي وه د بېرته راستنېدا د مثبتې شېبې پرځای؛ د راستنېدا له پراخې رواني ستړیا او ناهیلۍ سره مل ده.”
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د اسلامکلا سرحدي سیمې څخه د لیدنې پر مهال د مرستو لپاره د بېړني نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.
اوتونبایوا له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو، مرستندویه کارمندانو او سیمهییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي: “د هغو کورنیو لپاره، چې له لسیزو جګړو (کډوال) شوي وه د بېرته راستنېدا د مثبتې شېبې پرځای؛ د راستنېدا له پراخې رواني ستړیا او ناهیلۍ سره مل ده.”
روزا اوتنونبایوا زیاته کړې: “پر لویه کچه راستنیدل، که چټکه ده او که داوطلبانه، باید په نړیواله ټولنه کې د خطر زنګونه راپورته کړي. دا وضعیت مونږ ته د بشري مسوولیتونو یوه آزموینه ده؛ ځکه، چې “افغانستان دمخه هم له وچکالۍ او اوږدمهاله بشري بحران سره مخ دی او نشي کولی د راستنېدونکو د نوي څپې فشارونه وزغمي.د ملګرو ملتونو د ادارو، سیمهییزو چارواکو، عامه ټینګ ملاتړ او هڅو سره – سره، د راستنېدو سرعت او پیمانه د ملاتړ نازک سیسټمونه له منځه وړي دي. “
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې به له ۱.۳ میلیون څخه ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي، چې د دې فشار ترڅنګ د هېواد ۷۰ سلنه نفوس په فقر کې ژوند کوي؛ ښځې او ماشومان د راستنېدو پرمهال له لویو خطرونو سره مخ دي.
دغه را زیاته شوې، چې بشري عملیات هم خورا کم دي دوی ته باید خواړه، سرپناه او خپلو سیمو ته خوندي لږد چمتو شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په ټولنه کې د راستنېدونکو بیا میشتېدنې لپاره د سمدستي مرستې پر اړتیا ټینګار وکړاو څرګندوي؛ لومړني شواهد ښیي، چې د راستنېدونکو ثبات د بېړنیو پروګرامونو ډیزاین او پلي کولو او په ټولنیزه بېخبنا کې پانګوونې ته اړتیا لري.
هغې ویلي؛ په بېړني اقدام کولو کې پاتې راتلل، په کوربه هېواد کې د راستنېدونکو پرېښودل شویو پیسو ضایع کول، د کار پر بازار فشار او د مهاجرت د دورې دوام به ویجاړونکي پایلې رامنځته کړي.”
میرمن اوتونبایوا په سیمه کې له بسپنه ورکوونکو، پراختیایي شریکانو او حکومتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې او په دې اړه وایي: “بېرته راستنېدونکي باید د خپلو وسایلو رالېږدولو ته پرېښودل شي. هغه څه، چې مونږ یې اوس شاهدان یوو د نه نړیوالو مسوولیتونو مستقیمه نیمګړې پایله ده. مونږ باید اوس له سرچینو، همغږۍ او هوډ سره عمل وکړو.”
ملګري ملتونه په افغانستان کې له همغږۍ څخه د ډک چلند غوښتنه کوي، چې د بشري اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، د راستنېدونکو د هرکلي په سیمو کې د مرستې کچه هم لوړه شي.
ویل کیږي، چې له ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو په ګډون راستنېدونکو ته باید نړیوال پام راواړول شي؛ د نامنظمې راستنېدا بهیر د درولو او رضاکارانه راستنېدا اصل ته باید لومړیتوب ورکړ شي.