تازه خبرونه

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان اف‌سي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوه‌اویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان اف‌سي درې ګوله مخکې شو.

محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان اف‌سي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې آرمان اف‌سي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.

پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوه‌یمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Trending

Exit mobile version