تازه خبرونه
د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
آرمان افسي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوهاویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان افسي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.
ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان افسي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان افسي درې ګوله مخکې شو.
محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان افسي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې آرمان افسي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان افسي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.
پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
آرمان افسي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوهیمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
تازه خبرونه
تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
تازه خبرونه
په متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
د یاد وزارت د څرګندونو، د دغو بریدونو په غبرګون کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د سیمې په شاوخوا کې د پاکستاني پوځ پر اډو او پوستو بریدونه کړي؛ یو شمېر پاکستانيو سرتېرو ته مرګ او ژوبله اوښتې او تاسیساتو ته یې درانده زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت ويلي، پاکستاني ځواکونو پرون له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د بېپیلوټه الوتکو پر وسیله د پکتیکا د انګور اډې ولسوالۍ پر بازار او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه کړي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو، د دغو بریدونو په غبرګون کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د سیمې په شاوخوا کې د پاکستاني پوځ پر اډو او پوستو بریدونه کړي؛ یو شمېر پاکستانيو سرتېرو ته مرګ او ژوبله اوښتې او تاسیساتو ته یې درانده زیانونه اوښتي دي.
دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
دغه وزارت پاکستاني ځواکونه د بریدونو پیلوونکي بللي او د افغان ځواکونو اقدام یې له ځان، خاورې او ارزښتونو څخه دفاع ګڼلې ده.
تازه خبرونه
د ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت ویاند ويلي، د ښځو حقونه باید د اسلام د مبارک دین د شریعت له مخې تعریف او تأمین شي، نه د پردیو د سیاسي اجنډاوو او تحمیلي معیارونو له مخې.
د یاد وزارت ویاند د ښځو د حقونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړې، چې له تېرو پنځه کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر اړه مثبت بدلونونه راغلي دي.
په دې خبرو کې د ملکیت، میراث، مهر، نفقې، له جبري نکاح څخه د مخنیوي، د خپلې خوښې نکاح او سوداګرۍ حقونه د ښځو له حقونو څخه بلل شوي او د ښځو د حقونو پر نوم نړیوال تبلیغات سیاسي او استخباراتي موخو ته د رسېدا هڅې ګڼل شوې دي.
دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې بریټانیا، امریکا او د ملګرو ملتونو لوړپوړیو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د راتلونکي په ټاکلو کې د افغان ښځو او نجونو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او د هغوی پر حقونو محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د دوی ایستل یې وغندل.
-
لوبی3 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی5 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه2 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
Opinion5 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
تازه خبرونه4 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
