لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه

د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۲, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ د تېر پړاو اتل ابومسلم فراه د دې لیګ د شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې سرسبز یاشلر فاریاب ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.

د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې، چې د پنجشنبې ماښام د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او درې ځله یې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته.

امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره لومړی ګول وواهه او محبوب حنفي او امید رجبی په دوه‌یمه نیمایي کې دوه نور ګولونه هم ووهل.

د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو د لس لوبډلو په ګډون ترسره کیږي او د دې سیالیو لوبې به په کابل کې د میلمه او کوربع پر  بڼه ترسره شي.

د سیالیو په دوام کې، نن جمعه عمر ځواک او خراسان فاریاب د ماسپښین ۳:۳۰  مخ کیږي او په درېیمه لوبه کې استقلال کابل له طوفان هرات سره لوبه کوي.

آریانا خوست او عمر ځواک لوی شینډنډ هم د افغانستان د اتلانو لیګ د دې پړاو نوې لوبډلې دي.

د نن ورځې دوه‌یمه او درېیمه لوبه به پر ژوندۍ او ځانګړې توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي.

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو به د لړم تر دېرشمې روانې وي او لوبډلې به د اتلولۍ ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

Trending

Exit mobile version