Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تصویب شوه

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا پالیسي د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تائید کړې او د اسلامي امارت د رهبر له‌خوا تصویب شوې ده.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۷, ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي تصویب شوه.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا پالیسي د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تائید کړې او د اسلامي امارت د رهبر له‌خوا تصویب شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پالیسي د اسلامي اقتصادي نظام پر بنسټ د افغانستان پر پراختیا ټینګار کوي او د پانګونې راجلبولو، د تولید او صادراتو زیاتوالي، د دندو رامنځته کولو، د فقر کمولو، دوامداره ودې، اقتصادي ثبات او اسلامي ټولنیز عدالت په څیر اهدافو ته زمینه برابروي.

د اقتصادي مرستیالۍ دا پالیسۍ  د اقتصادي فعالیتونو همغږي، د سرچینو اغېزمن استعمال او د خصوصي سکټور ملاتړ اړین ګڼلی دی.

تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمه‌ییزه ناسته جوړېږي

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت او کوربه‌توب، په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د مخکښو هېوادونو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او د لوړې کچې سیمه‌ییزه ناسته ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته سبا(سې‌شنبه دغبرګولي شپږویشتمه ) د کابل پر کوربتوب جوړیږي، چې په کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون کوي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

د ناستې ګډونوال به د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم وارزول شي او د عملي او پلي کېدونکو وړاندیزونو پر وړاندې کولو راوڅرخیږي.

د غونډې یوه مهمه ځانګړنه د سیمې د هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د لیدلوري وړاندې کول دي، چې ورسره به د دوی ترمنځ د پالیسیو همغږي نوره هم پیاوړې شي.

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

تمه ده، چې دا غونډه به د افغانستان اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست وځلوي او د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

د غونډې جوړوونکو ويلي، دا فورم څرګندوي، چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د تاپي پروژې د پام وړ پرمختګ؛ ۸۴ کیلومټره نل‌غځونه بشپړه شوې

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.

Published

on

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزو مسوولانو ويلي، د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازلېږد پروژې د پلي کولو چارې چټکې روانې دي او تر اوسه د دې پروژې شاوخوا ۸۴ کیلومټره نل‌غځونه بشپړه شوې ده.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.

د محمد یوسف سعیدي د څرګندونو له مخې، تر اوسه د پروژې شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره لاره جوړه شوې او ۱۰۸ کیلومټره نوره یې د نل‌غځونې لپاره چمتو شوې ده.

سعیدي زیاتوي، چې تخنیکي او انجنیري ډلې له مسلکي کارګرو سره په پرله‌پسې پر پروژه کار کوي. د پروژې عملي چارې د ترکمنستان پولې ته څېرمه له رباط‌‌سنګي ولسوالۍ څخه پیل شوي او اوس د زنده‌جان ولسوالۍ سیمو ته رسېدلې دي.

سیمه‌ییز مسوولان ټینګار کوي، چې د کار په ساحه کې ټول اړین وسایل او امکانات برابر شوي او په اوس وخت کې د دې پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.

د تاپي پروژه په سیمه کې له سترو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.

#آریانانیوز ټتاپي #هرات #افغانستان #اقتصادي‌پروژه #انرژي

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي

اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »

Published

on

د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه په خپله وینا کې دا هم ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ښېګڼه لري او هغه د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی دی.

اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »

نوموړي زیاته کړې: « مونږ که کومه ښېګڼه لرو، هغه افغانستان او منځنۍ آسیا ده. تاسې له افغانستان سره لارې وتړلې او سوداګري مو ودروله؛ له همدې کبله د پېښور صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.»

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې سیاسي اختلافات له اقتصادي چارو سره ونه‌تړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.

هغه ویلي: « د خدای لپاره زمونږ له خلکو سره دا بې‌انصافي مه کوئ او له سوداګرۍ څخه د سیاسي غچ وسیله مه جوړوئ. له هند سره سوداګري کوئ که نه او د واګې لاره پرانیستې وي که تړلې، تاسې آن په روانه جګړه کې هم له ایران سره سوداګري کوئ.»

اسد قیصر همداراز د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ او څرګندوي؛ که اړتیا وي د دواړو لوریو مشران کولی شي د جرګو له لارې هم ستونزو ته حل ولټوي.

هغه ویلي: « که امریکا او ایران د خپلو لویو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته کېناستلی شي، تاسې هم خپلې اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړئ. که دا لاره بریالۍ نه‌شوه؛ مونږ چمتو یوو، چې د جرګو له لارې ستونزې حل کړو؛ خو خلکو ته اجازه ورکړئ، چې سوداګري وکړي او حلاله روزي وګټي.»

د اسد قیصر څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې د لارو تړل کېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کمېدا د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!