Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د یوناما راپور رد کړ

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چارشنبې پر ورځ د تېر کال په اګست میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د کابل له بیا نیولو راپدیخوا د بشري حقونو په اړه یو شمېر سرغړونې په ګوته کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، نن په افغانستان کې د نويو واکمنو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړ.

په دې راپور کې د نوي حکومت له جوړېدو راپدیخوا د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی دی. په راپور کې راغلي، چې د امنیتي وضعیت له ښه والي سره سره؛ په دې موده کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۰۶ ملکي وګړي ټپیان دي، چې ډېري ملکي تلفات د داعش په هدفي بریدونو کې اوښتي دي.

په دې راپور کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او استخباراتو ځانګړې یادونه هم شوې؛ خو اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او پروپاګند یې بولي.

د دې راپور مهمې موندنې د نویو واکمنانو لخوا د بشري حقونو په ګډون له بنسټیزو آزادیو څخه سرغړونه، د کار او زدکړو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونه، غیرقانوني وژنې، ناوړه چلند، ځورونې، ربړونې، خپلسري نیول، د مدني اعتراضونو ځپل، د رسنیو په کار او د بیان پر آزادۍ محدودیت وضع کول یې د یادونې وړ ټکي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د یوناما  چارسمبالی مارکس پوتزل څرګنده کړې: هغه وخت رارسېدلی، چې ټول افغانان له هوسا او خوندي ژوند څخه برخمن شي؛ خو زمونږ څېړنې ښيي، چې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره د افغانستان خلک په ځانګړي توګه ښځې او نجونې له خپلو بشپړو بشري حقونو بې برخې دي. په داسې حال کې، چې نويو حاکمانو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی؛ خو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو مسوولیت یې هم پر غاړه دی. د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې د واکمنې ادارې ( اسیلامي امارت) یو له مهمو کړنو څخه دي. ښوونځیو ته د نجونو نه لاسرسی یو نسل له زدکړو بې برخې کوي او دا د افغانستان ښې راتلونکې ته زیان رسوي.

یوناما د دوه دولتي ادارو د فعالیت په اړه ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې، چې یوه یې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت او بله یې د استخباراتو عمومي ریاست دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ډېري فرمانونه که څه هم په ماهیت کې مشورتي دي؛ خو د ښځو او نجونو بشري حقونه او آزادۍ محدودوي.

د یوناما د لس میاشتني راپور په یوه برخه کې راغلي: د ۱۶۰ پخوانیو دولتي او امنیتي چارواکو غیرقانوني وژنه، ۵۹ مورده غیرقانوني وژنې، ۲۲ مورده خپلسري نیونې، له داعش سره پر اړیکو د تورنو کسانو د ربړونې او ناوړه چلند ۷ قضیې، د ربړونې او ناوړه چلند ۵۴ قضیې ۱۱۳ مورده خپلسري نیونې، د ملي مقاومت په نوم له جبهې سره د اړیکو پر تور د خلکو د ناقانونه نیولو ۲۳ قضیې، د ١٧٣ خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو له حقونو څخه د سرغړونې١١٢ قضيې، خپلسري نیونې، ۵۸ قضیې د ناوړه چلند، ۳۳ قضیې او د غیر قانوني نیونې ۱۲ قضیې د بشري حقونو د ۶۵ مدافعینو له حقونو څخه سرغړونه، چې ټول یې د حکومت واکمنانو ته منسوب شوي او د شپږ خبریالانو وژنه، چې مسوولیت یې داعش او نامعلومو وسلوالو ته منسوبه شوي د دې لس میاشتنې راپور موندنې دي.

نوموړي زیاته کړې: افغانستان د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د درناوي په برخه کې د یوه مسوول دولت په توګه پېژندل شوی؛ نو زه له اوسنیو چارواکو څخه غواړم، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د ملاتړ او ودې لپاره د نړیوالو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشره فیونا فریزر وایي: دا راپور د یوناما د لس میاشتنۍ ارزونې او د بشري حقونو د اساسي آزادیو د لومړیتوبونو پر بنسټ جوړ شوی او یوه کاپي یې د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوې، چې نوي واکمنن وکولی شي د بشري حقونو په برخه کې خپل مکلفیتونه له نړیوالو معیارونو سره سم پوره کړي.

اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د یوناما د نوي راپور په غبرګون کې ویلي، چې حکومت یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د وګړیو اساسي حقونو درناوي ته ژمن دی او په دغه راپور کې راپورته شوي ډېري مسایل ناسم او غیر عادلانه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د راپور خپرېدل د نويو واکمنانو د کړنو او چلند په اړه د دې بنسټ او نړيوالې ټولنې تازه اندېښنې دي.  که څه هم په دې موده کې څو ځلې دغه اندېښنې راپورته شوې؛ خو په نوي راپور کې د امنیتي وضعیت له ښه والي څخه د رضایت ترڅنګ، له بشري حقونو څخه د پرلپسې سرغړونو او له نړیوالې ټولنې سره د اوسني حکومت پر اړیکو او تعاملاتو د هغې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړ شوی دی.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!