سیمه ییز خبرونه

د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ستراتيژيك هوكړه ليك مسوده بشپړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ستراتيژيك هوكړه ليك مسوده، چې په راتلونكې كې د دواړو هېوادونو اړيكې ټاكي بشپړه شوې ده.

په پام كې ده، چې دا سند د افغان او پاكستاني لوړ پوړيو چارواكو له خوالاسليك شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د دغه سند د لاسليكولو شرط د ترهگرۍ په وړاندې د پاكستان عملي مبارزه گڼي.

دغه راز له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته له افغان ځواكونو سره د ناټو د همكارۍ دوام بله هغه موضوع ده،  چې د بهرنيو چارووزارت وياند ورته نغوته وكړه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ستراتيژيك سند مسوده بشپړه شوې؛ خو د افغانستان حكومت به دا سند هغه وخت لاسليك كړي، چې پاكستان په عملي توگه د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې له افغانستان سره همكاري وكړي.

موسى زى وايي:

په روانه اوونۍ كې به د بهرنيو چارو وزيرپه بروكسل كې د ناټو د مشرانو په ناسته كې گډون وكړي، چې له افغان ځواكونو سره د نړيوالې ټولنې د څلوراعشاريه پېنځه ميليارد دالرمرستې د لگولو د څرنگوالي په اړه بحث وكړي.

د افغانستان په اړه په دې وروستيو څومياشتو كې ظاهرا د پاكستان د سياست نرمښت د افغانستان د حكومتي چارواكو د خوشبينۍ لامل شوى. دا كار له هغه وروسته شوى، چې په پام كې ده كابل او اسلام آباد ستراتيژيك سند لاسليك كړي، چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيكي مشخصې شي؛ هغه اړيكې، چې په تېرو څو لسيزو كې له لوړو ژورو ډكې وې.

كه څه هم  په ۲۰۱۴ ز. كال كې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتلو په درشل كې د امنيتي او اقتصادي ستونزو د احتمال په اړه اندېښنې موجودې دي؛ خو ناټو او د افغانستان نورو متحدينو تل ټينگار كړى، چې دا هېواد به له ۲۰۱۴ ز. وروسته يوازې پرينږدي.

Trending

Exit mobile version