تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.

Published

on

د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېری‌کوونکې او بې رحمه» بللې دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.

دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې “پوځي یرغل” بولي او دا یې مشروع  هم حق دی.

دغه راز هغه په ​​پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.

مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر “بصیرت” وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې “بهرنی ظلم او نفوذ” بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.

Trending

Exit mobile version