Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان بانک چارواکو له قانون سرغړونه کړې- مشرانو جرګې غړي

خپور شوی

د

د مشرانو جرګې غړي وایي؛ د افغانستان بانک چارسمبالي اجمل احمدي د قانون خلاف د خپلو مرستیالانو او کارمندانو  پرمنفکولو لاس پورې کړی او دا کار نه یوازې د زورواکۍ یوه بڼه ده، بلکې له قانون ښکاره سرغړونه هم ده.

دوۍ څرګنده کړې؛ د افغانستان بانک چارسمبالي او سرپرست له کوم قانونې دلیل پرته پر دغو کړنو لاس پورې کړی او ملت ته یې دا سې اسناد ندې وړاند کړي،  چې اړوند ګوښه کیدنې پرې قانونې ثابتې شي.

په هغه انځوریزو څرګندونو کې، چې ټولنیزو رسنیو خپرې کړي؛ لیدل کیږي، چې ساتونکي دغه بنسټ ته د افغانستان بانک د ګوښه کړ شوي لومړي مرستیال وحید نوشېر د وردننه کیدو خنډ کیږي.   

له دې مخکې د افغانستان بانک د دوه یم مرستیال په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي مامورین هم  له ورته  برخه لیک سره مخ شوي وه.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نو ساپۍ هم په د افغانستان بانک کې له روان  وضیعته اندېښنه لري او وروستۍ کړنې د قانون خلاف بولي.

هغه په ډاګه کوي، چې که د افغانستان بانک مامورین د فساد قضیه لري؛ باید د عدلي او قضایې بنسټنو لخوا تر څارنې لاندې راشي.

د افغانستان بانک دوه یم مرستیال قسیم رحیمي هم رامنځته شوې کړنه د افغانستان بانک  قانون د شلمي  مادې او پېنځمې فقرې خلاف بولي او وایي: زمونږ په اړه شوې پرېکړه د هېواد له تولو بانکي قوانینو سرغړونه ده. که مجرم یم؛ نو باید د محکمې د حکم پر بنسټ پرېکړه شوې وای.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړي د افغانستان بانک پر مرستیالانو تر سره شوې کړنه د بانک د قانون خلاف عمل دی.

د افغانستان د حقوق دانانو تولنې رییس وحید فرضه یي وایي، چې: هغه کړنه، چې د افغانستان بانک مسوولینو په دې وروستیو کې تر سره کړې د بانک د قانون خلاف ده. که اشخاص پر فساد تورن وې؛ باید د عدلی بنستونو له پرېکړې وروسته منفک شوي وای.

د افغانستان د روڼتیا او څار ادارې مشر سید اکرام افضلي هم د افغانستان بانک د مسوولینو لخوا وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ ګڼي او وايي؛ که دا لړۍ همداسې روانه وي، دهېواد دا سترمالي بنسټ به هم د سیاسي تربګڼۍ ښکارشي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په د افغانستان بانک کې داسې  بې باکه کړنې د افغانستان دغه مالي بنسټ ته خطر بولي او وایي، چې باید قانون ته درناوی وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وایي: مونږ پوهیږو، چې د اجمل احمدي وروستۍ کړنې قانونې نه، بلکه عقده یي دي او دا کار د افغانستان بانک له خطر سره مخ کولی شي.

دا، چې د افغانستان بانک نو ي مشر د کوم دول فساد په قضیه کې د دې بانک دوه مرستیالان له د ندو ګوښه  کړي؛  په اړه یې له څه ویلو ډډه کوي؛ خو په  یوه اعلامیه یې څرګنده کړې، چې وروستۍ کړنې یې د افغانستان بانک د قانون د شلمې مادې او درېیمې فقرې پر بنسټ تر سره کړی دی.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!