Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان بانګ او نور خصوصي بانکونه سولیدلي دالر نه اخلي- حاجي زیرک

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-16-15h57m52s33

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویان په ډاګه کړې؛د افغانستان بانکاو نور خصوصي بانکونه له دوی څخه دوه سوه میلیون دالره هغه بانګ نوتونه؛نه اخلي،چې لږ څه سولیدلي غوندې دي.

  دوی وايي،د افغانستان بانک مسوولینو ورته ویلي،چې له دوی څخه هم امریکايي بانکونو سولیدلي بانګ نوتونه نه دي اخیستي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند حاجي زیرک ويلي؛ له سل میلیون ډېردالر موله مشتریانو اخیستي، خواوس يې خصوصی او دولتي بانکونه نه اخلي.

حاجي زیرک زیاتوي،افغانستان یوازنی هېواد دی،چې دالر په کي له داسې یوېستو نزي سره مخ شوي دي.

نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي، چېد افغا نستان بانک باید د دالرو دغه ستونزه حل کړي اویا باید مونږ ته اجازه راکړي،چې په نوروهېوادونو کې دغه ستونزه حل کړو.

افغانستان بانک همویلي،چې داسعارو د ذخایرو لویه برخه زاړه دالر جوړوي، چې امریکایي بانکونه یې له اخیستو ډډه کوي.

ملي صراف امین جان خوستۍ وایي،مونږ ولاړو، چېد افغانستان بانک رییس ته خپله ستونزه ووایو؛ خوهغوي راته وویل،چې زمونږ د اسعارو د ذ خایرو لو یه بر خه زاړه دالر دي، چې دا لو یه ستونزه ده.

داقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان بانک ناکامه او کمزورې رهبرې د ټولو شته ستونزو اصلي لامل بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وایي،د افغانستان بانک دناکامېرهبرۍ له مخېپه افغانستان کې دالر له داسې ستونزي سره مخ شول،چې د نړۍ په نورو برخه کې داډول ستونزي شتون نه لري.

د افغانستان بانک چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

خبریال : اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!