تازه خبرونه

د افغانستان بیارغونه باید پر کورنیو پانګونو ولاړه وي – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ویلي؛ په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه: شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو او ګټو د پلي کولو لپاره د بیارغونې او پراختیا پروژې پلې کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان بیارغونه باید له کورنیو امکاناتو، کورنیو پانګونو او د افغان سوداګرو له پانګې پر ګټنې ترسره شي او هېواد باید پر بهرنیو مرستو او پروژو ولاړ نه‌وي.

مجاهد ویلي؛ په تېرو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو لکه: شوروي اتحاد او امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو او ګټو د پلي کولو لپاره د بیارغونې او پراختیا پروژې پلې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، که څه هم په افغانستان کې ځینې پروژې پلې شوي؛ خو د هېواد د اړتیاوو پر پرتله کافي نه‌وې او د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال افغانستان ته د پام وړ زیانونه هم اوښتي دي.

مجاهد ټینګار کړی، چې افغان سوداګر او پانګه‌وال باید د هېواد په بیارغونه او اقتصادي ودې کې بنسټیز رول ولري.

هغه زیاتوي؛ اسلامي امارت هڅه کوي افغان سوداګر او پانګه‌وال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي، چې د بیارغونې او پراختیا بهیر د کورنیو پانګونو له لارې پر مخ یووړل شي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، کورنۍ پانګونه د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او ځان‌بسیاینې ته اړینه ده.

هغه ویلي، چې د افغانستان اوږدمهاله پراختیا باید په پای کې د افغانانو پر خپلو هڅو، پانګې او امکاناتو ولاړه وي.

Trending

Exit mobile version