تازه خبرونه
د افغانستان خلک د روانې جګړې قربانیان دی ـ عبدالله عبدالله
د افغانستان د حکومت لوړپوړی پلاوی د طالبانو له استازیو سره د اوربند، د طالب بندیانو خلاصون او د انتقالي حکومت پر څرنګوالي خبرې پیل کړي دي.
د دواړو لوریو استازي د همدې برخلیک په اړه پرېکړې او جدي خبرو د پیل لپاره چمتووالی نیسي؛ د افغان حکومت مشري د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو هغه سیاسي مرستیال کوي.
عبدالله په یو ډول طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د جګړې له لارې کوم ځای ته نه رسي او دوی باید د سولې خبرو ته غاړه کېدي.
هغه وایي؛ د جګړې زیان خلک ګالي. اوس د دواړو لوریو اووه کسیز پلاوي جدي خبرې پیل کړي دي، کومې خبرې، چې پر اوربند، د طالب بندیانو خلاصون او راتلوونکي انتقالي نظام را څرخي.
عبدالله عبدالله، چې په دې ناسته کې د حکومت د لوړپوړي پلاوي مشري لري؛ وایي، چې طالبان او حکومت د زور له لارې هیڅ تر لاسه کولی نشي او خلک به د دې جګړې بایلونکي او قربانیان وي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر له طالبانو غواړي، چې مستقیمو خبرو ته مخه کړي او د سولې په بهیر کې نرمښت وښیي.
بلخوا د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره طالبان خپلې موخې ته رسېدلي او د سولې په خبرو کې له خپلو ډېرو غوښتنو هم تېریږي. دواړو لوریو د سولې بهیر په اړه اووه کسیز پلاوی د سلا مشورو لپاره ټاکلی دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي: خبرې د دواړو خواوو تر منځ پیل شوي؛ پر خپلمنځي خبرو ټینګار شوی او ښاغلي ډاکټر ویلي، چې راشئ له افغان حکومت او خلکو سره یوځای شئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي: مونږ د پرېکړو نیولو لپاره د لوړپوړیو مشرانو په ګډون ناستې تر سره کړې، له ډېر نږدې له نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، قطر، پاکستان او له خپلو متحدینو سره د دې بهیر د چټکتیا لپاره کار کوو.
طالبانو ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل یې لویه لاسته راوړنه ده، دا ډله افغان دولت ته هم ډېر شرطونه لري؛ خو په دې ناسته کې ملا غني یو شین څراغ ښکاره کړ او هغه دا، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل وروسته دوی له خپلو ډېرو غوښتنو تېر شوي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي: نننۍ ناسته په رسمي بڼه پیل شوه او پر ټاکلیو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
دواړه لوري کلونه کلونه په یوه او ګډه جغرافیه کې جنګېدلي؛ د تلپاتې سولې څرک نه لګیږي او سترګې د دوحې روانې ناستې ته ور اوښتي، چې د تړلو دروازو شاته روانه ده. تمه دا ده، چې د دولت پلاوی به د درې میاشتني اوربند خبر کابل ته له ځان سره راوړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وایي: زمونږ تمه داده، چې ناسته پایلې ته ورسیږي او افغانستان د ټولګډونه اسلامي نظام لرونکی شي.
د یادونې ده، چې طالبانو له دې ناستې مخکې د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی و؛ خو شرط یې دا و، چې اووه زره بندیان به یې خوشې کیږي او د مشرانو نومونه به یې له تور نوملړه وځي، چې حکومت ته درانده شرطونه ښکاري. وبه کتل شي، چې له دوه ورځنیو خبرو وروسته پایله څه راووځي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه20 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی21 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
