تازه خبرونه
د افغانستان د بشري کړکېچ په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې پرېکړه لیک
په اسلام آباد کې اوړمه ورځ د لیندۍ پر ۲۸ د اسلامي همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره په خپل پرېکړه لیک کې سپارښتنه کړې، چې دغه هېواد دې د ترهګرۍ پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.
د دغې سرمشریزې د پرېکړه لیک په مسوده کې، چې مخکې چمتو شوې او یوه کاپي یې آریانا نیوز هم په واک کې لري؛ له افغانستان غوښتل شوي، چې د ټولو ترهګرو بنسټونو په ځانګړي توګه د القاعدې، داعش او ورسره تړلو ډلو، په پاکستان کې د وسلوالو اسلامپالو خوځښتونه او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دې په دغه هېواد کې د ننه او بهر د هڅونو، لمسونو او ویجاړوونکیو کړنو پر وړاندې پوره پاملرنه خپله کړي.
سربېره پردې دغې سرمشریزې په افغانستان کې پر خرابیدونکي بشري ناورین ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې هېواد کې یې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اقتصادي همکاریو پرغزولو هم ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې همدارنګه په دې هېواد کې د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او څرګنده وي، چې د افغانانو د شتمنیو د کنګل کېدو غزولو او د نورو نړیوالو مرستو ټکني بهیر د نغدو پیسو بېړنیو ستونزو او دولتي چارواکو ته د معاشونو نه تادیه کولو یاد کړکېچ نور هم پېچلي کړی او د افغانستان خلکو ته د اړینو عامه او ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو مخه یې نیولې ده.
دې ټولنې خبرداری ورکړی؛ په افغانستان کې اقتصادي رکود به د کډوالو د ډله ییزې وتنې، افراطیت، تروریزم او بې ثباتۍ د ودې او پراختیا لامل شي، چې د سیمې او نړیوالې سولې او ثبات لپاره به ناوړه پایلې ولري.
د اسلامي هېوادونو ټولنې د خپل پرېکړه لیک په مسوده کې ۳۱ ټکي یاد کړي، چې دا دي:
۱. د یوه سوله ییز، متحد، باثباته، خپلواکه او سوکاله افغانستان په لټه کې له افغانانو سره د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو پیوستون او ملاتړ تائیدوي.
۲. له افغانستان څخه غواړي، چې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو ټولنې په منشور کې راغلیو اصولو او موخو ته په پوره پاملرنې د نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو له مخې د نړیوالو بشري حقونو میثاقونو او خپلو مکلفیتونو په ګډون په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، ځوانانو، بوډاګانو د حقونو او د ځانګړیو اړتیاوو لرونکيو خلکو او همدارنګه د کورنیو ارزښتونو ساتنې ته؛ لکه څنګه، چې په اسلامي لارښوونو او اصولو کې څرګند شوي، درناوی وکړي.
۳. د ملګرو ملتونو راپورونو ته په پاملرنه په افغانستان کې بشري ناورین په چټکۍ راڅرګندېدونکی دی چې تر دې دمه له پوره پاملرنې پاتې دی.
۴. ملګري ملتونه په ځانګړي توګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (یو ان اچ سي آر) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (او سي اچ ای)، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اح پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) هڅونه، چې خپلې بېړنۍ بشري مرستې له اسلامي همکاریو ټولنې سره همغږې کړي.
۵. د ازبکستان له هغه نوښت هرکلی کیږي، چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې یې په ترمز ښار کې د افغانستان خلکو ته د عاجلې بشري مرستې یو سیمه ییز لوژستیکي مرکز جوړ کړی.
۶. له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې افغانستان او همدارنګه د افغان کډوالو کوربه هېوادونو ته بېړنۍ، او دوامداره بشري مرستې چمتو کړي.
۷. په عمومي توګه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه باید داسې ډاډ ترلاسه شي، چې موجوده هدفي بندیزونه په افغانستان کې د بنسټونو، ښوونځیو او روغتونونو د ساتنې لپاره د بشري مرستو او اقتصادي سرچینو د برابرولو او څو اړخیزو پراختیایي بنسټونو خنډ نه ګرځي او د ملګرو ملتونو اړوند ټولو ادارو ته د بشردوستانه هڅو اجازه ورکړي.
۸. له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دوامدارې ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار او په ځانګړي توګه د افغانانو له بشري او پرمختیایي اړتیاوو څخه پر ملاتړ ټینګارکیږي.
۹. پرېکړه شوې، چې د افغانستان خلکو ته د بشري او پرمختیایي مرستو په رسولو کې مخکښ رول ولوبول شي.
۱۰. له عمومي منشي څخه غوښتنه شوې، چې په کابل کې د دې ټولنې ماموریت ځواکمن او د بشري، مالي او لوژستیکي منابعو د پیاوړتیا لپاره بیړني ګامونه پورته او د نړیوالو د مرستو عملیات منظم کړي.
۱۱. مني، چې افغانستان د نغدو پیسو د کمښت له ننګونو سره مخ دی؛ خو هوډ کوي، چې قانوني بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانولو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي.
۱۲. ټینګار کوي، چې خپلو مالي سرچینو ته د افغانستان لاسرسی به د سقوط په مخنیوي او د اقتصادي فعالیتونو په راژوندي کولو کې خورا مهم وي او په دې برخه کې د اړوند اقداماتو اهمیت درک کوي. لکه د مالي او بېلابېلو مرستو د جریانونو خلاصول او د افغانستان خلکو ته سرچینې او د افغانستان د مالي شتمنیو د کنګل کولو لپاره د حقیقي لارو لټول.
۱۳. د اسلامي پراختیایي بانک تر چتر لاندې د بشري مرستو د وجهي صندوق د جوړولو پرېکړه، چې د نورو نړیوالو فعالینو په ګډون له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار وکړي.
۱۴. پرېکړه کوي، چې د دې ټولنې عمومي سکرټریت به د اسلامي پراختیایي بانک او له بشردوستانه وجهي صندوق سره یوځای د ملګرو ملتونو له اړوند ټولنو سره خبرې اترې پیل او د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او دوامدارو بشري مرستو د رسولو لپاره میکانیزم رامنځته کړي.
۱۵. د اسلامي پراختیایي بانک څخه غوښتنه کیږي، چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په لومړۍ ربع کې بشردوستانه وجهي صندوق فعال کړي.
۱۶.دې ټولنې پر غړیو هېوادونو، اسلامي مالي بنسټونو، تمویلوونکیو او نورو نړیوالو شریکانو غږ کړی، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق او همدارنګه افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې خپلې ژمنې اعلان کړي.
۱۷. د دې ټولنې غړیو پرېکړه وکړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان سکرتریت به د روغتیا نړیوالې ټولنې او نورو اړوند ونډوالو سره د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې افغانانو ته د واکسینو او نورو طبي وسایلو او تخنیکي مرستو همکاري کوي.
۱۸. د دې ټولنې غړیو پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د خواړو خوندیتوب پروګرام پیل کړي او همدارنګه د اسلامي خوراکي خوندیتوب ټولنې آي او اف اس څخه غوښتنه کوي، چې د دې سازمان د خوراکي خوندیتوب زیرمو د وړتیاوو پرکارولو اړین کار وکړي.
۱۹. د اسلامي همکاریو ټولنه خپل غړي، نړیوال بسپنه ورکوونکي، د ملګرو ملتونو بسپنې او پروګرامونه او نور نړیوال لوبغاړي هڅوي، چې د افغانستان د خواړو د خوندیتوب په پروګرام کې ډاډمنه ونډه واخلي.
۲۰. دې ټولنې د اسلامي همکاریو ټولنې له عمومي منشي یو ځل بیا غوښتي، چې له مالي موسسو وغواړي، چې افغانستان ته اړین بشري او اقتصادي مرستې چمتو او په ګاونډ هېوادونو کې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
۲۱. غړي هېیوادونه، نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه، نړیوالې ټولنې او نړیوالې مالي موسسو په ګډون باید له افغانستان سره د بیارغونې، پراختیا، مالي، تعلیمي، تخنیکي او مادي مرستو په ګډون د ټولو اړینو توکو مرسته روانه وساتي، چې ټول افغان وګړي له خپلو اساسي آزادیو برخمن شي.
۲۲. د اسلامي همکاریو ټولنې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت یوځل بیا ټینګار کوي او ډاډ څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به کومې ترهګرې ډلې ته د امن ځای په توګه ونه کارول شي.
۲۳. د اسلامي همکاریو ټولنې له افغانستان غوښتي، چې د ټولو تروریستي سازمانونو، په ځانګړي توګه القاعده، داعش او ورسره تړلیو نورو ډلو، د شمالي ترکستان غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
۲۴. دې ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د تامین، خپلو مېنو او سیمو ته د ټولو افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو خوندي او باعزته ستنېدل او د افغانستان له پراختیایي سکتور سره مرستې باید روانې وساتل شي.
۲۵. نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ویجاړوونکيو هڅو د خنثی کولو داسې کړنې ترسره کړي، چې جوړوونکې هڅې ضایع نشي.
۲۶. دې ټولنې أه افغان چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د ونډې د پیاوړتیا لپاره د یوې لارې نقشې د جوړولو په ګډون د ټولنې په هره برخه کې د پراخ ګډون زمینه برابره کړي.
۲۷.دا ټولنه د تروریزم، مخدره توکو، قاچاق، پیسو مینځلو، سازمان شويو جرمونو او غیرقانوني کډوالۍ له کبله له راتمنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت د بنسټونو د وړتیاوو د بیارغولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی.
۲۸. دې ټولنې پرېکړه کړې، چې طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي، چې بشري مرستې همغږې کړي.
۲۹. د اسلامي همکاریو ټولنې له خپل سرمنشي څخه غوښتنه کړې، چې د اسلامي فقهې د نړیوالې اکاډمۍ او د افغانستان اړوند نورو دیني بنسټونو په مشرۍ د نامیالیو عالمانو یو پلاوی راوغواړي، چې په اسلام کې د حیاتي مسلو لکه زغم او اعتدال، د ښځو د زدکړې او مساوي حقونو په اړه خبرې وکړئ.
۳۰. د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په ۴۸ مه غونډه کې د اسلامي پراختیایي بانک او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د ټولنې د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په همغږۍ کې د دې ټولنې له سرمنشي څخه د دغه پرېکړه لیک د پلي کولو لپاره د راپور وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
۳۱. د اسلامي همکاریو ټولنې له سرمنشي څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت د حل لپاره د اقداماتو په اړه او د بشري مرستو یا اړوند بودجې او مالي شتمنیو په وړاندې کولو کې د ستونزو په ګوته کولو لپاره ۴۸غونډې ته راپور وړاندې کړي.
تازه خبرونه
چینايي کارګر د افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې جوړولو کار ته راستانه شول
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.
اوراسیانټ رسنۍ راپور ورکړی، چې چینایي کارګر له څو میاشتو ځنډ وروسته د تاجکستان د دوشنبه–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو کار بېرته پیل کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ز. کال په وروستیو کې د بنسټیزو ودانیو پر ډلو له خونړیو بریدونو او امنیتي اندېښنو وروسته د دې پروژې چارې درېدلې وې. هغه مهال د چین حکومت هم له خپلو وګړو غوښتي وه، چې سرحدي سیمې پرېږدي.
اوراسیانټ لیکلي، چې تاجکستاني چارواکو بېجینګ ته د امنیتي ډاډ پر ورکولو د دې پروژې د بیا پیل زمینه برابره کړې او اوس د تاجکستان ځانګړي امنیتي ځواکونه د چینايي کارګرو امنیت ساتي.
په راپور کې راغلي؛ ټاکل شوې، چې د چین او تاجکستان امنیتي ځواکونه په سپټمبر کې ګډ پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي.
له دې مخکې دواړو هېوادونو د روان کال په می کې د «دوستۍ تړون» لاسلیک کړی و، چې د چینايي شرکتونو په ګډون یې د ۸ میلیارډ ډالرو پر ارزښت قراردادونو ته لاره هواره کړې ده.
تازه خبرونه
هیڅ ګاونډ هېواد خپل بل ګاونډی له منځه وړلی نهشي؛ جګړه د حل لار نهده – عبدالسلام حنفي
هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نهدی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، هیڅ ګاونډ هېواد نهشي کولی بل ګاونډ هېواد له منځه یوسي او د اختلاف په صورت کې دواړه لوري زیانمن کېږي.
هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نهدی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.
عبدالسلام حنفي ویلي:« که مونږ له یو بل سره جګړه وکړو، ټوله انرژي به مو د یو بل پر ویجاړولو ولګیږي؛ ولې باید په دې پېړۍ کې خپله انرژي د ملتونو د پرمختګ لپاره ونهکاروو؟»
هغه د نړیوالو جګړو تجربو ته په نغوته کې ویلي: هغه هېوادونه، چې پخوا په جګړو کې ښکېل ول؛ اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې جګړه حل نهده او باید د پرمختګ او همکارۍ پر لوري حرکت وشي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او نهلاسوهنې پر بنسټ سولهییز ژوند دی.
هغه زیاته کړې؛ د همدې سیاست له مخې هیڅ فرد یا ډله اجازه نهلري، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او په مقابل کې هیڅ هېواد هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نهلري.
حنفي همدارنګه ویلي، چې په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول د افغانستان د صنعتي ودې ښکارندویي کوي.
هغه زیاته کړې، چې څو لسیزو جګړو افغانستان له هر اړخه زیانمن کړی او اسلامي امارت د جګړې د پایلو د کمولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.
حنفي وایي؛ هڅه کېږي، چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هغه بدل شي.
هغه د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۲۵ ډول آسانتیاوو د برابرولو یادونه کړې، چې په کې د صنعتي ځمکو وېش، د مالیاتي معافیتونو او نورو آسانتیاوو برابرول شامل دي.
هغه له پانګهوالو غوښتي، چې د هېواد په کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه واخلي.
تازه خبرونه
روسیې له افغانستان او پاکستان څخه د اختلافونو د ډیپلوماټیک حل غوښتنه وکړه
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته نغوته شوې او دا پېښه یې «غملړلې» بللې ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل، چې د وروستیو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره خپل اختلافونه د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته نغوته شوې او دا پېښه یې «غملړلې» بللې ده.
مسکو ټینګار کړی، چې اسلامآباد او کابل باید وسلهوالې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافونه د سیاست او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغانستان د وسلهوالو ډلو پر پناه ورکولو تورنوي؛ خو اسلامي امارت دا تور ردوي او څرګندوي: په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد خپله کورنۍ مسئله ده؛ اسلامي امارت هیچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
-
تازه خبرونه2 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
