Connect with us

روغتيا

د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره نږدې ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – اوچا

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) څرګنده کړې؛ په افغانستان کې سږ کال د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده.

دغې ادارې د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي څلورمه ) په ډاګه کړې، چې څو بېلابېلو پېښو د افغانستان روغتیايي اړتیاوې رامنځته کړې دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ژوند ژغورونکیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې د پانګونې کمښت به په دغه هېواد کې د ډېرو زیانمنونکیو کسانو د مړینې د زیاتېدو سبب شي.

اوچا لیکلي؛ سږ کال ۱۵ اعشاریه ۶ میلیون خلکو ته د روغتیا پاملرنې د وړاندې کولو او مرستې رسولو لپاره ۴۴۹ اعشاریه ۹ میلیون دالرو ته اړتیا ده.

د دغې ادارې د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر، چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري ۱۷ اعشاریه ۶ میلیون کسانو ته رسېږي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له دې مخکې ویلي وه، چې افغانستان په آسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې په هرو سل زره زیږونونو کې ۶۳۸ مړینې رامنځته شوې دي.

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت یوې تخنیکي دلې هند ته د رسمي سفر پر مهال د نوي ډیلي ښار له علمي او تعلیمي بنسټ همدرد ټولنې څخه لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې؛ د همدرد ټولنې مشرتابه د دودیز طب په برخه کې د ګډو څېړنو ترسره کولو، د درملیزو محصولاتو د معیاري ارزونې لپاره د همدرد لابراتوارونو له لارې همکارۍ، د علمي تجربو تبادلې او د معلوماتو شریکولو ته خپله چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ یاد بنسټ ژمنه کړې، چې د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره به بورسونه او مسلکي روزنیز پروګرامونه برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو دا ډول علمي او تعلیمي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د نظام د پیاوړتیا، د دودیز طب د معیاري کولو او د علمي او څېړنیزو بنسټونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی او په راتلونکې کې یې د دغو اړیکو پر دوام او اغېزمن پراخوالي ټینګار کړی دی.

Continue Reading

روغتيا

افغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کابل کې د سنتي طب د اندتون(انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز) د جوړولو، د څانګوالو(متخصصینو) د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د هند د طبیعي طب، یوناني، آیورویډي او سنتي طب له وزیر پرټاپراو جاډهو سره د لیدنې پر مهال د سنتي طب د معیاري کولو غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو په کابل کې د سنتي طب د اندتون(انسټیټیوټ او څېړنیز مرکز) د جوړولو، د څانګوالو(متخصصینو) د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي د سنتي طب د معیاري کولو لپاره د اړتیا پر ټینګار د هند تجربه ارزښتناکه وبلله.

دغه راز هندي وزیر پرټاپراو جاډهو ژمنه کړې، چې په کابل کې د سنتي طب لپاره د اندتون او څېړنیز مرکز د جوړولو، نصاب پلي کولو او په برخه کې د هر اړخیزې همکاریو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

روغتيا

له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی

 د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

Gates Foundation to launch new polio campaign

 د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدا کولی شي د ګوزڼ یا پولیو ویروس د لېږد خطر زیات او د دې ناروغۍ د کنټرول بهیر ستونزمن کړي.

 د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوي پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ(فلج ) ناروغۍ پېښې کمې شوې دي؛ خو د کډوالو له راستنېدا سره د ذدې ویروس د لېږد خطر شته او د دې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی یې ستونزمن کړی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: ” په ۲۰۲۵ کال کې ۳۹ مثبتې پېښې د دې ویروس تائید شوي، چې ۹ یې په افغانستان او ۳۰ یې په پاکستان کې دي.

روانه اوونۍ په پاکستان کې د دې ویروس د وحشي بڼې دوه نوې مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوي دي.

تر دې دمه ۵۷۹ مثبتې چاپېریالي بېلګې د دې ویروس ثبت شوي، چې ۶۴ یې په افغانستان او ۵۱۵ یې په پاکستان کې دي.”

 دې ټولنې ویلي، چې د واکسین د پلي‌کېدا پروګرامونه محدود دي او له همدې کبله د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځینې ماشومان واکسین نشي ترلاسه کولی.  .

عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې راپور په اړه څه ندي ویلي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي مخ پر خپرېدا ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!