سوداگري
د افغانستان د زعفرانو پنځوس سلنه صادرونکي شرکتونه تړل شوي
د افغانستان د کرنې اومالدارۍ خونې مسوولینو ويلي، چې د هېواد د زعفرانو پنځوس سلنه صادرونکي شرکتونه تړل شوي دي.
زعفران د هېواد یوله مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دی، چې په وروستیو څلور کلونو کي او صادرونکي د کرونا ویروس، جمهوریتي ټاکنیزې ستونزې او د نظام بدلون نور هغه عوا مل ول، چې د هېواد د زعفرانو سکتور ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ شو.
د کرنې اومالدارۍ خونې غړي وايي، چې د هېواد زعفران په وروستیو کلونو کې له نړیوال شهرته برخمن شوي؛ خو اوس يي حالت ورځ تر بلې له ننګونو سره مخ دی.
دوی د کرنې او مالدارۍ له وزارته غواړي، چې د هېواد په کچه باید د دې اړین کرنیز محصول د کښت او صادراتو د پراختیا لپاره کار وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد زعفران په نړیوال بازار کې ښه نوم او ښه پېرو دونکي لري. هیله لرو، چې سکتوري وزارتونه دې ته خپله پوره پاملرنه راواړوي.
د زعفرانو ټولني غړي هم وايي؛ په دې برخه کې فعالیت کوونکي شرکتونو شمېر۷۰ ته رسیده، چې په کې سلګونه هېوادوالو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه؛ خو اوس د پنځوس سلنه شرکتونو هڅې درېدلې دي.
د زعفرانو د صادروونکیو شرکتونو ټولنې غړی محمد ناصر فیضي وایي؛ زمونږ ستونزه له تېرو څلور کلونو راپدیخوا روانه ده او مونږ اوس د صادراتو لپاره له ستونزو سره مخ یوو؛ تولید مو هم کم شوی. اسلامي امارت باید دې سکتور ته پوره پاملرنه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د زعفرانو سکتور د پراختیا لپاره يې خپلې هڅې پراخې کړي او زیاتوي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې د زعفرانو د پیازو د وېش بهیر پیل کړی او د دې سکتور د نورې پراختیا هڅې هم روانې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي: مونږ هڅه کوو، چې د زعفرانو کښت، تولید او صادراتو د پراختیا لپاره نورې آسانتیاوې هم زیاتي کړو او د تېیر په څېر بیا هم په نړیوال بازار کې خپل مشتریان ولرو.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د کرنې او مالدارۍ له وزارته غواړي، چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او ورته د بازار موندنې په برخه کې له خصوصي سکتور سره د دولتي سکتور همکاري او همغږي پراخه کړي.