Connect with us

سوداگري

د افغانستان د زعفرانو پنځوس سلنه صادرونکي شرکتونه تړل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کرنې اومالدارۍ خونې مسوولینو ويلي، چې د هېواد د زعفرانو پنځوس سلنه صادرونکي شرکتونه تړل شوي دي.

زعفران د هېواد یوله مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دی، چې په وروستیو څلور کلونو کي او صادرونکي د کرونا ویروس، جمهوریتي ټاکنیزې ستونزې او د نظام  بدلون نور هغه عوا مل ول،  چې د هېواد د زعفرانو سکتور ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ شو.

د کرنې اومالدارۍ خونې غړي وايي، چې د هېواد زعفران په وروستیو کلونو کې له نړیوال شهرته برخمن شوي؛ خو اوس يي حالت ورځ تر بلې له  ننګونو سره مخ دی.

دوی د کرنې او مالدارۍ  له وزارته غواړي، چې د هېواد په کچه باید د دې اړین  کرنیز محصول د کښت او صادراتو د پراختیا لپاره کار وکړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد زعفران په نړیوال بازار کې ښه نوم او ښه پېرو دونکي لري. هیله لرو، چې سکتوري وزارتونه دې ته  خپله پوره پاملرنه راواړوي.

د زعفرانو ټولني غړي هم وايي؛  په دې  برخه کې فعالیت کوونکي شرکتونو شمېر۷۰ ته رسیده، چې په کې سلګونه هېوادوالو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه؛ خو اوس د پنځوس سلنه شرکتونو هڅې درېدلې دي.

د زعفرانو د صادروونکیو شرکتونو ټولنې غړی محمد ناصر فیضي وایي؛ زمونږ ستونزه له تېرو څلور کلونو راپدیخوا روانه ده او مونږ اوس د صادراتو لپاره له ستونزو سره مخ  یوو؛ تولید مو هم کم شوی. اسلامي امارت باید دې سکتور ته پوره پاملرنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې  د زعفرانو سکتور د پراختیا لپاره يې خپلې هڅې  پراخې کړي او زیاتوي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې د زعفرانو د پیازو د وېش بهیر پیل کړی او د دې سکتور د نورې پراختیا هڅې هم روانې دي.

د کرنې او مالدارۍ  وزارت  ویاند مولوي مصباح الدین  مستعین وایي: مونږ هڅه کوو، چې د زعفرانو کښت، تولید او صادراتو د پراختیا لپاره نورې آسانتیاوې هم زیاتي کړو او د تېیر په څېر بیا هم په نړیوال بازار کې خپل مشتریان ولرو.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د کرنې او مالدارۍ  له وزارته غواړي، چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پراختیا او ورته  د بازار موندنې په برخه کې له خصوصي  سکتور سره د دولتي سکتور همکاري او همغږي  پراخه کړي.

سوداگري

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کازان ښار کې د «روسیه – اسلامي نړۍ» د پېنځلسمې نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینی خانوف، د روسیې فډراسیون له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره بحث او خبرې وکړې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ  د غویی شپږویشتمه په ایکس پاڼه کې له دې غونډې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، په افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر سفر، د برښنا تولید، د اوبو لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي همکاریو، د عملي ګامونو ، دې هېواد ته د روسيې د صادراتي توکو لېږد او جنوبي آسيا ته د ولګا ټرانزيټي لارې خبرې اترې وکړې.

Continue Reading

سوداگري

تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د چارشنبې پر ورځ ( د غویي شپږویشتمه ) ویلي، چې تېر کال د صادراتو ارزښت ۱ میلیارډ ۷۷۷ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارډ او ۵۷۶ میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

د دغه رياست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د هېواد په صادراتي توکو کې مېوو له ټولو ډېره ونډه درلوده او د صادراتو ارزښت يې ٦٤٥ ميليون او ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.

دغه راز د درملو بوټي، کاني او منرالي توکي او سابه دوه‌یم، درېیم او څلورم ځای لري.

تېر کال د هېواد په وارداتي توکو کې نفتي توکي او لبنيات له ټولو ډېره ونډه لرله، چې ټوليز ارزښت يې يو ميليارډ او ٣٧٧ میلیون او ٩٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده او په همدې توګه د ماشينرۍ، ټرانسپورټي وسايطو او پرزو يو ميليارډ او ١٥ ميليون او ۹۰۰ زره ډالر ته رسېده او په دوه‌یم ځای کې د ټوکر، فلزاتو او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې دي.

Continue Reading

سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د روسیې تاتارستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۳)

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدين عزيزي د ​یوه پلاوي پر مشرۍ د ​روسيې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوريت ته ولاړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې: د دې وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د تاتارستان د ولسمشر رستم مینی خانوف پر بلنه د اسلامي امارت د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ تاتارستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د روان کال د مې له څوارلسمې څخه تر نولسمې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې جوړه شي.

د انادولي آژانس د څرګندونو له مخې؛ د کازان فورم موخه دا ده، چې په روسیه او ټوله نړۍ کې د اسلامي مالي موسسو پراختیا ته وده ورکړي او پر ګډو نړیوالو پروژو او پروګرامونو راوڅرخیږي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، مالیزیا، ترکیې، ایران، لیبیا او د اسلامي همکاریو ټولنې د نورو غړیو هېوادونو د استازو په ګډون له ۸۰ ډېر هېوادونه ګډون وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!