تازه خبرونه
د افغانستان د سولې خبرو له پیلېدا وروسته ملکي ځاني زیانونه ډېر شوي – یوناما
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سې شنبې پر ورځ( د کب ۵) په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي؛ د حکومت او طالبانو د سولې خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکي وګړیو په مرګ و ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز څرګنده کړې: ۲۰۲۰ کال کیدی شو په افغانستان کې د سولې کال وای؛ خو پرځای یې په زرګونه ملکي افغانان د جګړې له کبله ووژل شول.
نوموړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړيو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پراخه کړي.
هغې زیاته کړې؛ زه له ټولو هغو اړخونو، چې په جګړه کې ښکېل پاتې دي د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره د بېړنیو هڅو غوښتنه کوم، چې ان یوه ورځ هم ضایع نکړي .
د یوناما د دغه راپور پر بنسټ په یوه کال کې له جګړو څه باندې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره یو مرګونې ځایپه ګوته شوی دی.
په دې راپور کې راغلي؛ په افغانستان کې پر ۲۰۲۰ کال ۳۰۳۵ ملکي ګړي وژل شوي او ۵۷۸۵ نور ټپیان دي.
د یوناما راپور که څه هم د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې ۱۵ په سلو کې کموالی ښيي؛ خو د دسولې خبرو پایلې ته پر نه رسېدو هم اندېښنه شيي.
د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې ۱۲۳۵ کسان، چې د ټولو ځاني زیانونو ۴۵ سلنه ښيي، چې په موخه ییزو وژنو کې مرګ و ژوبله وراوښتې ده.
دا راپور ښیي، چې په تېرو اووه کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د ځاني زیانونو شمېر له لس زره څخه لږ دی.
دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان ۴۳ سلنه ښځې او ماشومان له ځاني زیان سره مخ شوي دي.
یوناما په خپل راپور کې د ۶۲ سلنې ځاني زیان پړه پر وسلوالو او حکومت ضد عناصرو وراچولې، چې طالبان د ۴۵ سلنې مسوول پېژندل شوي او داعش او نورو ډلو ته د ۸ سلنې ګوته نیول شوې ده.
دا شمېر ښيي، چې د طالبانو په ځاني زیان اړولو کې ۱۹سلنه کموالی راغلی او د داعش او نورو ډلو په ځاني زیان اړولو کې ۴۵ سلنه لږوالی راغلی دی.
حکومت پلوي ځواکونه هم د ۲۴ سلنې ځاني زیان اړولو مسوول پېژندل شوي دي.
د دغه راپور له مخې؛ ملي اردو د ۲۲ سلنې ځاني زیان مسوولیت لري.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دا راپور نیمګړی او سلیقوي بولي او وایي، چې په دې راپور کې بهرني ځواکونه، چې ځاني زیانونه یې اړولي پاک سپېڅلي ښودل شوي او د یوې سلنې نسبت ورته شوی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه16 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی16 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
