تازه خبرونه
د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” ده – خلیلزاد
زلمي خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه “یوازې امریکایي” جګړه وه؛ داسې جګړه، چې په کې امریکایي ځواکونو د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړه او ووژل شول او له همدې کبله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بهیر یوه اړینه برخه ګڼل کېده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د وال سټریټ ژورنال د وروستیو راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” او غیر واقعي ده.
زلمي خلیلزاد په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه “یوازې امریکایي” جګړه وه؛ داسې جګړه، چې په کې امریکایي ځواکونو د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه وکړه او ووژل شول او له همدې کبله د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بهیر یوه اړینه برخه ګڼل کېده.
هغه ټینګار کړی، چې د ادعاوو برخلاف د افغانستان پخوانی افغان حکومت له دې بهیر څخه ایستل شوی نهو، بلکې په لومړي پړاو کې امریکا د اسلامي امارت او حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړ او له لومړنیو هوکړو وروسته دواړو خواوو له یو بل سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړې؛ که څه هم ناکامې وې.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین وضعیت له افغانستان سره “هیڅ ورته والی نلري” ځکه په اوکراین کې اوکراینیان جګړه کوي او جګړې ته ولاړ دي. په داسې حال کې، چې د پایلې له مخې د افغانستان جمهوریت مات شو، ځواکونو یې جګړه پرېښوده او مشرانو یې له هېواده ووتل؛ ځکه، نو د افغانستان د سولې له بهیر سره د اوکراین د خبرو پرتله “ناسمه” ده.