Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د سیمه ییز نوښت غونډه د ۱۲ هېوادونو د ځانګړیو استازو او سفیرانو په ګډون ترسره شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۲

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت غونډه د دوشنبې پر ورځ (د سلواغې نهمه) د سیمې او ګاونډ هېوادونو د ځانګړیو استازو په ګډون په کابل کې جوړه او بریالۍ پای ته ورسېده، چې پایلي یې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې ناسته کې له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د مثبتو تعاملاتو پر نوي پړاو، د سیمه ییزو همکاریو په ډګر کې همغږۍ، په سیمه‌ییزه کچه د ګډې سیمه ییزې مفکورې رامنځته کولو او د ګډې همکارۍ ، د سیمې پر اقتصادي فرصتونو بحث او خبرې وشوې.

په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د مثبتو او رغنده تعاملاتو لپاره د سيمه‌ييزو همکاريو د پياوړتيا لپاره د سيمه‌ييزې طرحې د جوړولو په باب خبرې اترې د دغې غونډې د ترسره کېدا اصلي موخه یاده کړې ده.

امیرخان متقي وايي: سیمه‌ییزه همکاري په لاندې مهمو مسایلو متمرکزه کېدی شي؛ د سیمه‌ییزو ګډو ګټو پر بنسټ د سیمه‌ییزو متقابلو اړیکو او همکاریو د لارو چارو څېړنه، له افغان حکومت سره د مثبت او رغنده تعامل لپاره سیمه‌ییزې متقابلې اړیکې، په سیمه کې له حقیقي او احتمالي ګواښونو سره مبارزه، د نرم اتصال او سخت اتصال لپاره داسې هڅې کول، چې زمونږ د سیمې د ټولو خلکو په ګټه د سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ لامل شي.

د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت پالیسي پر اقتصادي پرمختیا راڅرخي او غواړي، چې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ له مخې سیمه‌ییز پیوستون ته زمینه برابره  او د سیمې له هېوادونو سره د ګډو ګټو لپاره کار وکړي او د یوه سیمه‌ییز دریځ په رامنځته کولو او له احتمالي  او بالقوه ګواښونو سره مبارزه وکړي.

امیرخان متقي وایي؛ په څه کم دوه نیمو کلونو کې د افغان حکومت پالیسيو وښودله، چې عصري افغانستان له سیمې سره خپلې ګټې د ګټونکي میکانیزم په چوکاټ کې تعریفوي او وړاندیز کوي، چې د سیمې ټول لوبغاړي هېوادونه باید د صفر مجموعې اصول په نظر کې ونیسي او له همکاریو ډکه پانګونه له پامه ونه غورځوي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د افغانستان په اړه د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو موسسو له‌خوا د بېلابېلو طرحو پر وړاندې کولو نیوکه کوي او وايي؛ دغو طرحو نسکورې پایلې لرلي، چې باید ترې ډډه وشي.

امیرخان متقي څرګنده کړې: که هغه د هېوادونو طرحې وي یا د نړیوالو ټولنو او یا د ځانګړیو سفیرانو هغه بهرنۍ نسخې دي، چې که هر نوم ورکړ شي؛ نسکوره پایله یې لرلې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د نورو ګټو، غوراویو، دولتي جوړښتونو او انکشافي موډلونو ته درناوی لري او په بدل کې له نورو هم تمه لري، چې د افغانستان ګټو، غوراویو او د حکومتدارۍ او پرمختګ موډل ته درناوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې تاریخي درسونو ته پرکتو باید تېرې ترخې تجربې تکرار نه‌شي.

د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغان ولس له څه کم دوه لسیزو مبارزو او قربانیو وروسته افغانستان یو خپلواک، ازاد او خوندي هېواد دی او داسې حکومت کولی شي، چې د سیمې او نړۍ په ټولو مسایلو کې د افغانستان پر استازیتوب کار وکړي.

نوموړي له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د سیمې د هېوادونو ته ورته تعامل ته راودانګي؛ د فشار هڅې دې نه تکراروي.

د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په غونډه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه خوشبیني څرګنده کړې او څرګندوي، چې روسیه غواړي افغانستان د دې غونډې د بنسټیزو بحثونو برخه وي.

ضمیر کابلوف زیاته کړې؛ مونږ افغانستان ته د نویو سفیرانو راتګ افغانستان او هېوادونو ته یې د ستاینې وړ ګام ګڼو.

په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمی قُمي په دغه کتنه کې ویلي: نن مونږ د دې سیمې د خلکو استازي د کابل په بلنه سره ناست یوو. د خپلو حکومتونو تر منځ د مشورې له لارې د خیر او مصلحت د لارې موندلو هڅې کوو. راځئ داسې حرکت وکړو، چې افغانستان مو د پیوستون او نښلېدا محور وي.

په کابل کې د هند سفارت چارسمبالي په خپله وینا کې له افغانانو سره اړیکې تاریخي وبللې او پر هغو همکاریو یې ټینګار وکړ، چې د افغانانو په ګټه وي.

د هند چارسمبالي زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه راز د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو پر زیاتوالي هم خبرې وکړې.

دغه راز په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني هم په سیمه‌ییز اتصال کې د افغانستان رول مهم وباله او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه له اسلامي امارت سره خپلو مثبتو اړیکو ته دوام ورکړي.

نظاماني زیاته کړې، اسلامي امارت په امنیتي او اقتصادي برخو کې مثبتې لاسته راوړنې لري او د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره د سولې او امنیت په فضا کې زمینه برابره شوې ده.

دغه راز په دوحه کې د افغانستان د سفارت مشر ډاکټر محمد نعیم وايي؛ د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت د ناستې موخه له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د تعامل، د سیمه ییزو همکاریو په تړاو همغږي، د نوي پړاو رامنځته کېدا او پر سیمه‌ییزه کچه د ګډو سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

محمد نعیم زیاتوي، اسلامي امارت په دې ناسته کې ګډون کوونکیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت له سیمې سره مثبتو اړیکو لرلو ته لومړیتوب ورکوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت د سیمې هېوادونو ته دا پیغام رسوي، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال او سیاسي محورونو او سیمه ییزو نوښتونو لپاره په اقتصادي پروژو کې فعال حضور ته چمتو او لیواله دی.

تازه خبرونه

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراج‌الدین حقاني له‌خوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلام‌آباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي.

د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.

افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهی ويلي، د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د یوې منظمې او همغږلکدود رامنځته کول اړین دي.

نوموړي دغه څرګندونې د کابل د ملي موزیم په تالار کې د« پښتو او دري ژبو د املا د لیکدود او لیکلو د سمون او یو شان کولو» د علمي او فرهنګي ورکشاپ د پای په مراسمو کې کړې دي.

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

مهاجر فراهی ویلي؛ ژبې بېلابېلې لهجې او د ویلو او لیکلو بېلابېلې بڼې لري او د املا لپاره د یوې منظمې لارې رامنځته کول کولی شي د لیکدودي اختلافونو کچه راکمه کړي.

هغه زیاته کړې، د دا ډول علمي ناستو جوړول د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې زمینه برابروي او د ژبو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کولی شي.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عبدالرحمن طیبي هم د افغانستان د ژبې، فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ژبو د عالي شورا استادانو او غړیو هم ویلي، چې د پښتو او دري ژبو د املا د یو شان کولو طرحه د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو په ګډون جوړه او وروستۍ شوې ده.

هغوی ویلي، د دې طرحې پلي کول کولی شي د املايي اختلافونو په کمولو او د لیکلو په طریقه کې د ډېرې همغږۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په علمي، ښوونیزو، کلتوري او رسنیزو برخو کې د پښتو او دري ژبو کارول نور هم منظم کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیان‌من کړ- ترمپ

ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.

Published

on

د کابل د ابي» دروازې له مرګوني برید پېنځه کاله وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د دې پېښې د پېنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.

په دې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه د ماښام پر ۵:۳۶ د داعش یوه غړي ځان د کابل د«ابي» دروازې  ګڼې ګوڼې ته ورساوه او له ځان سره لېږدولی بم یې وچاوداوه. د دې برید په پایله کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول، ۴۵ نور ټپیان او له ۱۶۰ ډېر افغانان هم ټپیان شول.

ترمپ په خبرپاڼه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو پر وړاندې خپل ژور درناوی څرګند کړی او د هغوی نومونه یې هم یاد کړي دي.

هغه ویلي، چې د دې برید د پېنځمې کلیزې په مناسبت د دغو سرتېرو قربانۍ او زړورتیا ته درناوي کوي.

ترمپ ویلي، چې امریکايي وسله‌والو ځواکونو ۲۰ کاله د افغانستان په غرونو او ښارونو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او طالبانو له واکه د لرې کولو لپاره جګړه وکړه؛ خو پر وینا یې، جو بایډن دغه لاسته راوړنې له افغانستان څخه پر بېړې او ناسم وتلو له منځه یووړې او دا بهیر د امریکا په تاریخ کې پر یو له تر ټولو بدو پوځي ناورینونو بدل شو.

په اعلامیه کې راغلي، چې جو بایډن د ۲۰۲۱ز.کال د جولای پر دوه‌یمه امریکايي ځواکونه د شپې له‌خوا له بګرام هوايي اډې څخه وایستل؛ پرته له دې، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي. ترمپ ویلي، دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځي اډې د له لاسه ورکولو، د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت د پوځي تجهیزاتو د له منځه تلو او د پاتې امریکايي ځواکونو د سټراټیژیکو آسانتیاوو د له لاسه ورکولو لامل شوه.

د ترمپ د څرګندونو له مخې، طالبانو په څو اوونیو کې بګرام ونیو او زرګونه ترهګر او مجرمان یې له زندانونو خوشې کړل.

هغه زیاته کړې، چې کابل ډېر ژر سقوط وکړ او امریکايي ځواکونو د افغانستان د له‌پاشل کېدا په ترڅ کې د (کابل) له نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې له سختو عملیاتو سره مخ شول.

ترمپ ویلي:« زه( د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان) تل امریکا ته لومړیتوب ورکوم او د خپل حاکمیت څخه به دفاع کوم.»

هغه زیاته کړې، چې د دې برید د مسوول داعش غړي له نیول کېدا او د امریکا عدالت ته له سپارلو خوښ دی او ټینګار یې کړی، چې تل به د امریکا د وسله‌والو ځواکونو تر څنګ ولاړ وي، د سرتېرو له کورنیو به ملاتړ کوي او د هغې تېروتنې اجازه به ورنه‌کړي، چې د«ابي» دروازې د برید لامل شوې؛ بیا تکرار شي.

ترمپ په پای کې ویلي؛ امریکا په دې کلیزه کې یو ځل بیا د وژل شویو ۱۳ سرتېرو او د هغوی له کورنیو سره خپله سپېڅلې ژمنه تازه کوي، چې د هغوی نومونه تل په یاد وساتي، د یاد درناوی یې وکړي او هغه درنده بیه به هیڅکله هېره نه‌کړي، چې هغوی د خپل هېواد لپاره پرې کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!