تازه خبرونه
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو ټولنې له روغتیایي استازي سره وکتل
دواړو خواوو د لیدنې پر مهال په روغتیایي سکټور کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د پاچا سلمان د بشري مرستو او همکاریو د مرکز (KSRelief) ملاتړ خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د راتلونکو روغتیایي پروګرامونو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې پر ورځ (د وږي درېمه) په خپل دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د روغتیایي همکاریو له استازي محمد سعید العیاش سره د روغتیا پر اړوند همکاریو خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د لیدنې پر مهال په روغتیایي سکټور کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د پاچا سلمان د بشري مرستو او همکاریو د مرکز (KSRelief) ملاتړ خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د راتلونکو روغتیایي پروګرامونو په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ټینګار کړی، چې روغتیایي مرستو ته لاسرسی د خلکو بنسټیز حق دی او روغتیایي سکټور باید له سیاست سره ونهتړل شي.
هغه دا هم ویلي، چې د نړیوالو مرستو د راجلبولو پر هڅو سربېره، کورني بودجه به هم د هېواد د روغتیایي سیسټم د پراختیا او معیاري کولو لپاره وکارول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې وروستیو میاشتو کې پر یو شمېر لویو روغتیایی پروژو کار چټک پرمختګ کړی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې استازو د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پراختیا او ښهکېدا لپاره د دې ټولنې ملاتړ او د اړیکو پراختیا ته خپله ژمنه څرګنده کړه.
تازه خبرونه
افغانستان د سترو پانګونو د جذبولو لپاره چمتو دی – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې افغانستان د سترو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د سعودي عربستان له نفت او ګاز شرکت سره نوی تړون د هېواد د اقتصاد لپاره یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.
خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې دغه تړون ښيي؛ افغانستان تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ او سترو پانګونو لپاره چمتو شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان له ډېره وخته راپدېخوا د منځنۍ آسیا د پراخو سرچینو او د سویلي آسیا د لویو او مخ پر پراختیا بازارونو ترمنځ د یوه ځمکني پُل په توګه مطرح شوی دی.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ افغانستان پخپله هم د پام وړ طبیعي سرچینې لري، چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولی شي.
خلیلزاد دغه تړون« مثبت او هیلهبښونکی پرمختګ» بللی او څرګندوي، چې افغانان له څو لسیزو جګړو وروسته اوس له پراخو اقتصادي اړتیاوو سره مخ دی.
هغه دواړو لوریو ته د دغه تړون له کبله مبارکي ورکړې او خوښ دی، چې د افغانستان د پانګونې د راتلونکي لپاره د یوه اړین پرمختګ شاهد و.
تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د ښځو او نجونو پر محدودیتونو بیاکتنه وکړي – ملګري ملتونه
دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بېخنډه لاسرسی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لرې کړي او په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون حقونه خوندي کړي.
دې ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لرې کړي او په ټول هېواد کې دې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د هغوی خوندي او بېخنډه لاسرسی تضمین کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته خپلو کاري ځایونو ته بېخنډه لاسرسی او زیانمنو خلکو؛ ښځو او نجونو، ته د مرستو رسول ډېر اړین دي.
هغه ویلي؛ ښځو ته د دې زمینه برابرول، چې ښځو او نجونو ته بشري مرستې او اړین خدمتونه ورسوي، د اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره یوه اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټېفان ډوجاریک د څرګندونو له مخې؛ د سپټمبر اوومه هغه ورځ ده، چې کال مخکې افغان ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو ودانیو ته له ننوتلو منع شوې.
نوموړي ویلي، پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او په عامه ژوند، زدهکړو او د کار په ډېرو برخو کې د هغوی د بشپړ ګډون مخنیوی مخنیوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دغه محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدا پر وړاندې هم جدي خنډ دي.
ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو ودانیو ته د افغان ښځو د لاسرسي محدودول افغانانو ته د ژغورنې او نورو مرستو د رسولو وړتیاوې کمزورې کوي.
تازه خبرونه
ایران پر ویلچر ناست یو زنداني معلول افغان اعدام کړ
د ههنګاو بشري حقونو ټولنې راپور ورکړی، چې وليجان نورزي د چارشنبې پر ورځ د ایران د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شو.
ایران په رفسنجان زندان کې یو ۲۹ کلن افغان زنداني وګړی، چې پر اعدام محکوم شوی و؛ اعدام کړی دی.
د ههنګاو بشري حقونو ټولنې راپور ورکړی، چې وليجان نورزي د چارشنبې پر ورځ د ایران د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شو.
د یاد راپور له مخې، نورزی درې کاله مخکې د «عمدي وژنې» پر تور د ایران د پولیسو لهخوا په رفسنجان کې ساتلکېده، چې وروسته بیا قضايي ادارې پر اعدام محکوم کړی و.
ههنګاو ویلي، نورزی د نیول کېدا پر مهال د ایران د پولیسو د ډزو له کبله ټپي شوی و او د همدې ټپ له کبله یې د تګ وس نهډرلود.
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
-
سوداگري4 days agoافغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoپه یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoهرمز تنګي ته نږدې پر بېړیو د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وشول
-
تازه خبرونه1 day agoله امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول
-
تحول5 days agoتحول: د اسلامي امارت په اړه د سیمې د هېوادونو د لیدلوري بدلون
