تازه خبرونه

د افغانستان د پولو امنیت تر کنټرول لاندې دی؛ د هېواد خاوره به د بل هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، د افغانستان پر پولو امنیتي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ د قاچاقبرانو او «شرورو کسانو» د امنیتي ګډوډۍ هڅې په لومړیو شېبو کې شنډېږي.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ «د حکومت کړنې د رسنیو په هېنداره کې» غونډې ته ویلي؛ سرحدي ځواکونه د افغانستان د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري او د هېواد د پولو په اوږدو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړې، قاچاقبران او «شرور کسان» کله نا کله هڅه کوي په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي؛ خو د اسلامي امارت ځواکونه یې هڅې چټکې مهار او شنډوي.

مجاهد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د فعالیتونو یادونه کړې او څرګندوي، چې دې وزارت په تېر یوه کال کې ۴۳۲ شخړې اوارې، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د ولسي پیوستون د ټینګښت لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ سترې ولسي او قومي غونډې هم کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د حکومت تګلاره پر اقتصاد او نښلېدا ولاړه ده. افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وغځوي.

هغه څرګنده کړې، د همدې تګلارې له مخې به د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې ونه‌کارول شي.

Trending

Exit mobile version