روغتيا
د افغانستان روغتیايي سیسټم ډېر ستونزمن حالت لري – د ایمرجنسي بنسټ
ایمرجنسي نومی نادولتي بنسټ د افغانستان د روغتیايي سیسټم د وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی دی، له مخې یې په هېواد کې سوله د جګړې د پای ته رسېدو په معنا ده؛ خو د پایلو پای یې ندی.
د ایمرجنسي بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت نه پېژندل، د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د بودجې کمښت او د نړیوالې ټولنې د زیاتېدونکې بې پروایۍ له کبله تمه نه کېږي، چې په افغانستان کې به روغتیايي سیسټم ښه شي.
ایمرجنسي نومی نادولتي بنسټ د افغانستان د روغتیايي سیسټم د وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی دی، له مخې یې په هېواد کې سوله د جګړې د پای ته رسېدو په معنا ده؛ خو د پایلو پای یې ندی.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې: په تېرو څلور کلونو کې اقتصادي بحران ډېر شوی، فقر او بې کاري ډېره پراخه شوې او له روغتیايي سکټور پرته د ښځو پر کار تقریباً بشپړ بندیزونه لګول شوي دي.
د بودجې د کمښت له کبله د روغتیايي سیسټم له منځه تلل هم لامل شوي، چې په افغانستان کې روغتیايي بحران نور هم ګړندی کړي.
ایمرجنسي ویلي، چې له ۷۰ سلنې ډېر افغانان وړیا یا ارزانه روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نلري.
د ایمرجنسي بنسټ رییسه روسلا میچیو وایي: «افغانان له لسیزو راپدېخوا د روغتیا له ناامنۍ سره مخ دي. اوس د دې وخت دی، چې د افغانانو لپاره د ټولنې له پراخې کچې څخه تر روغتون پورې یو وړیا او اغېزناک روغتیایي سیسټم رامنځته شي.”
د دې بنسټ راپور زیاته کړې، چې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې ۷۶ سلنه ښځې اړ شوي بل ولایت یا هېواد ته سفر وکړي او هغه خدمات ترلاسه کړي، چې دوی ورته اړتیا لري.
پر بېخبنایي ستونزو سربېره ټولنیزو نورمونو هم د درملنې لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی. په ځانګړي توګه د ښځو لپاره.
د ښځینه ډاکټرې له لوري د معاینې انتظار د بېړنیو حالتونو اداره کول ځنډوي؛ دا هغه مسله ده، چې په ځلونو د مرګ یا معلولیت لامل شوې ده.
د راپور د موندنو له مخې؛ په درملنه کې ځنډ د ناروغانو د څلورمې برخې لپاره د جراحي ځنډ لامل شوی او درېیمه برخه یې د درملنې ځنډ د مړینې یا معلولیت لامل بولي.
په راپور کې دغه راز راغلي، چې د کابل د ایمرجنسي روغتون د بېړني حالت په څانګه کې شاوخوا ۵۰ سلنه ناروغان اوس هم د جګړې قربانیان دي، چې د ډزو، چاودنو، ځمکنیو ماینونو او د وسلوال تاوتریخوالي له کبله ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ایمرجنسي راپور ردوي او وایي، دا راپور د اوازو پر بنسټ چمتو شوی؛ ځکه، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدېخوا هیڅ ډول نښتې ندي شوي.
د راپور په پای کې د وضعیت د ښه والي لپاره د ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کارموندنې د محدودیتونو د لرې کولو، په روغتیایي بېخبنا کې پانګونې او د روغتیايي خدماتو چمتو کولو لپاره د ماهرو کارګرانو ګمارلو په ګډون ۱۰ مهمې سپارښتنې کوي.
ایمرجنسي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د خپل روغتیایي سیسټم په بیا رغونه کې مرسته وکړي.