Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیو‌اف‌پي

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

خپور شوی

د

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بې‌وسۍ سره مبارزه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوه‌یم پړاو کې د بې‌ې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!