تازه خبرونه
د افغانستان سپورتي موټر د جوړولو کار به بیا پیل شي
له هغې وروسته، چې آریانا نیوز د دوشنبې پر ورځ (د غویی ۱۱) د افغانستان د سپورتيموټر د دیزاینر محمد رضا احمدي یوه ویدیو خپره کړه او په کې یې د اقتصادي ستونزو له کبله د سپورتي موټر د تولید د بندیدو خبره کړې وه؛ اوس محمد رضااحمدي په یوه بل نوي ویدیوي پیغام کې ویلي، چې د سپورتي موټر د تولید کار بند شوی ندی او دا یو سوء تفاهم و، چې په وینا یې اوس دا ستونزه حل شوې ده.
محمد رضا احمدي وايي: له هغه ویدیو وروسته، چې مونږ خپره کړې وه؛ علت یې پور و؛ حکومت ژر تر ژره اقدام وکړ او مونږ ته یې یو کار ځای، د ترانسپورت وسایل او عملیاتي بودیجه راکړه، چې مونږ خپل کار روان وساتو. دغه راز له اړوند وزارتونو سره هم همغږي شوې ده.
په دې ویدیو کې، هغه د سوء تفاهم لامل “بیوروکراتیک سیستم” بللی دی.
محمد رضا احمدي پهدې اړه وايي: زه فکر کوم، چې دا ناسم پوهاوی له مکتوبي کارونو رامنځته شوی و، چې د یو څه وخت لپاره مونږ ترې قرباني شوو. په هرحال بیوروکراتیک سیستم نهشي کیدی او نه دا ممکنه ده، چې دا نه وي. دا مسله لږ څه پېچلې ده؛ خوشبختانه زمونږ له کاري بهیره کاغذي کار لرې شو.
په دې ویدیو کې نوموړي ویلي، چې د موټر جوړولو کار یې پیل کړی او هڅه کوي تر لوی اختر پورې ولایتي سفرونه هم پیل کړي او جوړ شوی موټر به د سفیر په توګه د هېواد هر ګوټ ته ورسوي.
هغه بیا هم هیله څرګنده کړه، چې له پانګوالو سره د پانګونې د جلبولو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي.
محمد رضا احمدي له هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ورسره همکاري کړې ده.
په افغانستان کې جوړ شوی سپورتي موټر درې میاشتې وړاندې نندارې ته وړاندې شو او په افغانستان کې دننه او بهر د پام وړ وګرزېد.
هیلمت نومی دغه موټر لومړی په یوه واورینه ورځ د کابل پر سړکونو وښودل شو.
دغه سپورتي موټر د انتاپ NTOP نومي شرکت لخوا جوړ شوی او د دغه شرکت د چارواکو په وینا، د دغه موټر جوړولو پېنځه کاله وخت نیولی او شپېته زره دالره لګښت پرې راغلی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
