تازه خبرونه

د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره د اروپایي ټولنې نوې مرسته؛ له ۱۳ میلیون ډېرې افغانۍ ځانګړې شوې

له دې مرستې به شاوخوا ۱۲ زره کسان په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او روزګان ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راشي.

Published

on

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په غبرګون کې د ۱۷۵ زره یورو (له ۱۳ میلیون افغانیو ډېرې) پر ارزښت بشري مرسته د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده.

له دې مرستې به شاوخوا ۱۲ زره کسان په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او روزګان ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راشي.

د راپورونو له مخې؛ دا بودیجه به د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې د نغدي مرستو، خیمو، کمبلو او نورو اړینو توکو د وېش لپاره ولګول شي. همدارنګه د صحي بستو برابرول، د څښتک پاکو اوبو ته لاسرسی او لومړني طبي خدمات هم دا پروګرام رانغاړي.

دا مرسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون د بېړني پېښو د غبرګون صندوق برخه ګڼل شوې ده.

اروپایي ټولنه د افغانستان له لویو بشري مرستندویانو څخه ګڼل کېږي او روان کال یې همکارو بنسټونو ته له ۱۶۲ میلیون یورو ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

Trending

Exit mobile version