Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش خراسان د پیاوړتیا په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه رد کړه

مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نه‌ورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو اندېښنه رد کړې او دغه اندېښنې یې پر ناسمو معلوماتو ولاړې بللې دي.

مجاهد ویلي، چې افغانستان پیاوړي ځواکونه لري او اجازه نه‌ورکوي، چې بهرنۍ ډلې په هېواد کې پیاوړې شي او یا د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

د اسلامي امارت دغه غبرګون له هغې وروسته څرګند شوی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویوف د داعش خراسان د وړتیاوو د زیاتېدا او پرمختللو تجهیزاتو ته، چې بې‌پیلوټه الوتکې هم په کې دي؛ د داعش د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

څلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول

خانواده‌های قربانیان از سازمان ملل متحد و امارت اسلامی افغانستان خواسته‌اند تا این رویداد را بررسی و پیگیری کنند.

Published

on

 

د سمنګان ولایت څلور ځوان اوسېدونکي، چې څو اوونۍ مخکې د کډوالۍ پر لارې د ترکیې او ایران په اړوند سرحدي سیمو کې مړه شوي وه؛ نن یې جسدونه له کابل څخه خپل ټاټوبي ته له ولېږدولو وروسته، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د دغو ځوانانو د جنازې مراسم د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر کلي کې ترسره او د کورنیو غړيو او خپلوانو یې د خپلو عزیزانو د بېرته راستنېدا د هرکلي پر ځای له بې‌روحه جسدونو سره مخه ښه وکړه.

د دغو څلورو ځوانانو مړینه د کډوالۍ پر لاره یو ځل بیا د ناقانونه سفرونو خطرونه او هغه ستونزې ښیي، چې کډوال نورو هېوادونو ته د رسېدا پر لاره ورسره مخ کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان له ثبات او بیا رغونې سره څنګه مرسته کوي؟

د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنې‌پټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین‌بولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.

Published

on

 

د آستانې او کابل ترمنځ د اقتصادي، ښوونیزو او بشري همکاریو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.

«کسپین انالسټ» تحلیلي اوب‌پاڼې په یوه لیکنه کې لیکلي، چې قزاقستان د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او له سیمې سره د دغه هېواد د بیا یوځای کېدا لپاره پر یوه مهم مرسته کوونکي هېواد بدل شوی او په دې باور دی، چې په افغانستان کې ثبات د اقتصادي پراختیا، د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري.

په لیکنه کې راغلي، چې قزاقستان یوازې پر امنیتي موضوعاتو د راڅرخېدلو پر ځای هڅه کړې، چې د سوداګرۍ، بشري مرستو، ښوونیزو همکاریو او ټرانسپورټي بېخبناوو د پراختیا له لارې د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.

د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ز.کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې ۵۸۱،۱ میلیون ډالر ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ز.کال د دواړو هېوادونو د ټولې ۵۴۱،۶ میلیون ډالر سوداګرۍ له ارزښت څخه ډېره ده. له افغانستان سره د قزاقستان صادرات ۵۷۲،۹ میلیون ډالر او له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات یوازې ۸،۲ میلیون ډالر ول.

په راپور کې زیاته شوې، چې قزاقستان په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۶۰۰ افغان زده‌کړیالان د دغه هېواد په ۳۴ پوهنتونونو کې منلي او هر کال افغان زدهکړیالانو ته ۳۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کوي، چې ټاکل شوې د بورسونو شمېر ۶۰ ته لوړ شي.

د بشري مرستو په برخه کې هم قزاقستان د ۲۰۲۵ز.کال په اپریل کې شاوخوا دوه زره او ۲۰۰ ټنه مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږلي او د همدې کال په سپټمبر کې یې د یوې مرګونې زلزلې له رامنځته کېدا وروسته د ۲۷۲،۷ ټنو پر وزن د مرستې یوه بله جوپه هم افغانستان ته استولې ده.

د «کسپین انالسټ» په لیکنه کې د ټرانسپورټي لارو او اوسپنې‌پټلۍ پراختیا؛ پر ځانګړې بڼه د تورغونډۍ–هرات–کندهار–سپین‌بولډک د وړاندیز شوې لارې جوړول کولی شي افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د بازارونو د نښلولو پر یوه مهمه کړۍ بدل کړي.

په دې تحلیلي لیکنه کې د مرکزي آسیا او افغانستان لپاره په الماتې ښار کې د ملګرو ملتونو د پرله‌پسې پراختیا د موخو د سیمه‌ییز مرکز جوړولو ته د قزاقستان رول او دغه راز پرله‌پسې پراختیا، کرنې، ښوونې او روزنې او د بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې د سیمه‌ییزو همکاریو د همغږۍ لپاره یو فرصت بللی دی.

د لیکنې په پای کې ټینګار شوی، چې قزاقستان پر یوازې ځان د افغانستان سیاسي او اقتصادي ستونزې نه‌شي حل کولی؛ خو د سوداګرۍ، زده‌کړو، بشري مرستو او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې دوامدار تعامل کولی شي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي او د ثبات پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!